د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

بلېنکن، ګرفیټس او موریر: څنګه اړمنو افغانانو سره د مرستې بهیر ګړندۍ کیدای شي؟


ارشیف، په غزني کې د سره میاشت له لوري شوې مرستې
ارشیف، په غزني کې د سره میاشت له لوري شوې مرستې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانانو سره د سمدستي بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې انتوني بلېنکن پرون سې شنبه (د مرغومي ۲۸مه) د بشري مرستو په برخه کې د ملګروملتونو د سرمنشي له مرستیال مارتین ګرفیټس او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له رییس پیتر موریر سره د یوه ویډیو کنفرانس له لارې پر دې خبرې وکړې چې څرنګه له اړمنو افغانانو سره د مرستې بهیر ګړندۍ کیدای شي؟

بلېنکن د افغانستان له بې وزلو سره د امریکا د درې سوه اته میلیونه ډالرو د مرستې یادونه وکړه او ویې ویل چې دا مرستې به د نړیوالو موسسو له لوري له تر ټولو خوارو خلکو سره وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانانو سره د سمدستي بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانانو سره د سمدستي بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدا راز د بشري مرستو د خوندیتوب او ملاتړ په اړه د ملګروملتونو له مرستیال او د سره صلیب له رییس سره خبرې وکړي.

بلېنکین، ګرفیټس او موریر، درېیو سرو ویلي دي چې د اوس لپاره په افغانستان کې وضعیت ډېر ستونزمن دی. دوی ټینګار کړی چې باید ډاډ ترلاسه شي چې اړمنو کسانو ته په افغانستان کې مرستې رسېږي.

ملګرو ملتونو تېره اوونۍ وویل چې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره پنځه میلیارډه ډالرو ته اړتیا لري چې څلور اعشاریه څلور یې د افغانستان دننه او څه باندې شپږ سوه میلیونه هغو افغانان ته ځانګړې شي چې د افغانستان په پنځو ګاونډیو هېوادونو کې کډوال دي.

له دې سره په یوه وخت چین ویلي دي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې له خوارانو سره مرستو ته ادامه ورکړي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لژیان پرون خبریالانو ته په ورته وخت کې د خبرو پر مهال پر طالبانو غږ وکړ چې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي: "موږ وینو چې د تاسیس له پیله د افغانستان موقت حکومت په فعال ډول په نړیواله کچه له یو شمېر هېوادونو سره په ارتباط کې دی او له هغوی سره یې تماسونه ټینګ کړي دي. زموږ په باور، نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو د پرمختګ او د افغانستان د ثبات لپاره د دغه هېواد ملاتړ ته ادامه ورکړي او د افغانستان ملي او ارضي تمامیت ته درناوی وکړي."

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لژیان
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لژیان

تر پنځو میاشتو ډیر وخت وشو چې طالبانو کابل نیولی دی، خو تر اوسه د دوی حکومت کوم هېواد په رسمیت نه دی پیژندلی.

په دې موده کې افغانستان له اقتصادي او بشري بحران سره مخامخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږه کولو د ادارې مشرې ایزابل موسارد کارلتون پرون په ټویټر کې ولیکل چې نیمایي هغه کسان چې په افغانستان کې روان بحران اغېزمن کړي دي نجونې او ښځې دي.

د دې په وینا دا ډېره مهمه ده چې د مرستو د وېش پر مهال له افغان مېرمنو سره اساسي مرستې وشي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر نژدې ۲۵ میلیونه ګڼي او وایي چې دا د افغانستان تر نیمایي ډېر نفوس دی.

XS
SM
MD
LG