د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۵۶

اروپایي ټولنې افغانستان کې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پیل کړي


اروپایي ټولنه د افغانستان د تعلیم د ساتنې، د معیشت د خوندیتوب او عامې روغتیا په ګډون غواړي چې په کور دننه بې ځایه شوېو او کډوالو سره هم مرستې وکړي.
اروپایي ټولنه د افغانستان د تعلیم د ساتنې، د معیشت د خوندیتوب او عامې روغتیا په ګډون غواړي چې په کور دننه بې ځایه شوېو او کډوالو سره هم مرستې وکړي.

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د نژدې درې سوه میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پیل کړي دي.

اروپایي ټولنه د افغانستان د تعلیم د ساتنې، د معیشت د خوندیتوب او عامې روغتیا په ګډون غواړي چې په کور دننه بې ځایه شوېو او کډوالو سره هم مرستې وکړي.

د دې مرستو په اړه د اروپایي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلې دي چې دا مرستې به د ملګرو ملتو د هغو موسسو له لارې وکړي چې په افغانستان کې فعالې دي.

د دې پروژو له ډلې اووه پروژې چې نژدې دوه سوه میلیونه ډالر ارزښت لري د روغتیا، زده کړو او معیشت د ملاتړ لپاره دي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونېسف او د ملګرو ملتو د پراختیایي پروګرام 'یو. اېن.ډي.پي'، همدا راز د روغتیا د نړیوال سازمان او د خورړو د نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو.اېف.پي' له لوري به پلې شي.

په عامه ښوونځیو کې د زده کړو د دوام لپاره له ښوونکو سره بیړنۍ مرستې هم په پام کې نیول شوي دي چې دا چارې به یونېسف په ټول افغانستان کې پلې کوي او شااوخوا یو لک او څلور نوي زره ښوونکو سره به د ژمي په دې سخت حالت کې د دو میاشتو په مخه هره میاشت نژدې نوي ایرو نغدي مرسته وشي.

د زده کړو په برخه کې به له نجونو او هلکانو سره د 'ډبلیو.اېف.پي' له لوري د یونېسف په همکارۍ خواړه چمتو شي او د ثانوي زده کړو د نجونو له کورنیو سره به نغدي مرسته وشي، خو شرط به دا وي چې نجونې ښوونځيو ته حاضرې شي.

ارشیف، په هرات ولایت کې یو شمېر زده کوونکې
ارشیف، په هرات ولایت کې یو شمېر زده کوونکې

دوې پروژې له بشري حقونو او د مدني ټولنې له سازمانونو څخه د دفاع لپاره دي.

په سویس کې د اقتصادي چارو کارپوه طارق فرهادي ازادي راډیو ته وویل، دا مرستې په داسې وخت کې چې افغانستان له بد حالت سره مخامخ دی ډېرې ضروري دي.

دی وايي: "دا مرستې اوس ډېرې ضرروي دي ځکه چې موږ په ژمي کې داخل شوي یوو ځینې سترې موسسې چې اروپایان د هغوی ملاتړ کوي هغوی هم له دې مرستو استفاده کوي او د ملګرو ملتونو موسسې هم."

په اروپایي ټولنه کې د نړیوال مشارکت د برخې کمېشنرې جونا ارپلینین د سې شنبې په ورځ وویل، اروپایي ټولنه دا اصول لري چې هېڅوک باید په نړۍ کې شاته پاتې نه شي.

نوموړې زیاته کړه چې اروپایي ټولنې مخکې لا ژمنه کړې وه چې افغانانو ته به شا نه کړي.

XS
SM
MD
LG