د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

خلک: د کونړ چپې درې ته تنګ او کنډوکپر تللی سړک ستونزو سره مخ کړي یو


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کونړ ولایت د چپې درې اوسیدونکي وايي، دغه ښکلې او زړه راښکوونکي سيمه تېرو شلو کالو کې د جګړو تود سنګر و، خلک ترې څو ځله کډوال شوي او د پرمختګ له هر ډول کارونو بې برخې پاتې شوې ده.

چپې درې ته د غره په غاړه کې تاو راتاو او کنډوکپر سړک غځیدلی دی. پردې سړک تلونکې موټرې د ډېرو لوړو او ژورو سره مخېږي او ډېری وختونه د ټانکو د چړايي په څېر ځایونو کې له حرکت لویږي.

مولوي سرتاج الدین د سېمې اوسیدونکو په اړه وايي: "دا سړک ډېر خراب دی. کله چې موږ یو ناروغ روغتون ته انتقالوو، نو دوه-درې ساعته پرې تیرېږې. ناروغ له ډېرو بدو حالاتو سره مخ شي چې ډېر ناروغان مو په لاره کې مړه شوي. د موټرو کرایانې هم یو په دوه شوي دي، د خوراکي توکو نرخونه هم یو په دوه لوړ شوي دي."

د سړک تنګوالي او کنډوکپر والي له امله یوازې ولسونه ستونزې نه ګالي، بلکې موټرچلوونکي هم له خپل کاروبار او موټر چلوونې زړه تورې کړي دي.

سید جمال الدین د اسعداباد او چپې درې په سړک ډاټسن موټر چلوي وايي، هره ورځ يې په موټرو کې عوارض پیدا کېږي چې ورسره سپرلۍ او دوی ستونزو سره مخ وي: "زموږ د موټرو ایسې، ټیراډونه، کمانۍ او نور شیان خرابېږي. سړک تنګ دی، څو ورځې مخکې په کې یو موټر هم چپه شو. د سړک د خرابوالي له امله ناروغان هم موټر کې تګ ته زړه نه ښه کوي،ک وم چې راسره ځي هغه هم له بدو بدتر شوي وي."

د خلکو په وینا چې له اسعداباد تر چپې درې شااوخوا اویا کیلومتره لاره ده، خو د خرابوالي له امله مزل له څلورو ساعتونو اوړي.

دوی د طالبانو له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې تېرو شلو کالو کې له پامه غورځول شوې، خو له طبیعي ښکلاګانو ډکې سېمې ته د غځېدلې سړک رغونې ته ځانګړی پام وکړي.

په کونړ کې طالب چارواکي له ټولو مرستندویه ادارو غواړي چې د چپې درې په څېر وروسته پاتې سېمو ته د سړکونو جوړولو په ګډون د ژوند نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

کونړ لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل: "موږ له ټولو ټولګټو ارګانونو او موسساتو غواړو چې دغه سړک ته پام وکړي او کار پرې پیل کړي. په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې واورې او بارانونه وریږي چې ورسره د خلکو ستونزې هم زیاتېږي. موږ ټولو خیریه ټولنو ته د امنیت ډاډ ورکوو، که غواړي په لېرې پرتو سېمو کې کار وکړي، نو موږ يې امنیت نیسو."

د کونړ چپې درې اوسیدونکي په داسې حال کې د سړک له کنډوکپر والي او خرابوالي شکایت کوي چې د هېواد بېلابېلې سېمې په تېرو جنګونو کې د ابادۍ له هر ډول پرمختګ بې برخې پاتې شوي او اوسیدونکي يې ستونزې ګالي چې اوس يې اوسیدونکو د خپلو سړکونو ترمیم او جوړولو ته خپله اشرونه کوي.

XS
SM
MD
LG