د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

چین د ژمني المپیک لوبو عامو نندارچیانو ته د ټکټ پلورل لغوه کړي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

چین د پیکینګ د ژمني المپیک لوبو عامو نندارچیانو ته د ټکټ پلورل د کرونا له کبله لغوه کړي دي.

د ۲۰۲۲ کال ژمنۍ المپیکې لوبې د فبرورۍ په څلورمه پیلېږي او د نندارې لپاره به یې یوازې یوې ځانګړې ټاکل شوې ډلې ته اجازه ورکړل شي.

د دغو لوبو تنظیموونکو پرون دوشنبه ویلي، دا نندارچیان او دغه راز لوبغاړي موظف شوي چې د کرونا د مخنیوي ځانګړي تدابیر مراعات کړي.

چین ځان خپلې هغې تګلارې ته ژمن بولي چې له مخې یې غواړي کرونا صفر کړي، خو دغلته د اومېکرون بڼې څو پېښو د دې تګلارې په اړه هم شکونه پیدا کړي.

چین کې د جنورۍ په ۱۵مه د کرونا د اومېکرون بڼې لومړنۍ پېښه ثبت شوه.

XS
SM
MD
LG