د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

لیواندوسکي د ۲۰۲۱ کال د نارینه وو د فوتبال غوره لوبغاړي لقب وګاټه


رابرټ لیواندوسکي
رابرټ لیواندوسکي

د پولنډ د فوتبال وتلې څیرې رابرټ لیواندوسکي Robert Lewandowski د ۲۰۲۱م زیږدیز کال د نارینه وو د فوتبال د تر ټولو غوره لوبغاړي لقب وګاټه.

په هغو مراسمو کې چې پرون دوشنبې (د مرغومي ۲۷مه) د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا له خوا جوړ شوي و، دغه لقب لیواندوسکي ته ورکړل شو.

۳۳ کلن لیواندوسکي د پولنډ په ملي ټیم او د جرمني په بایرن مونیخ په ټیم کې لوبې کوي.

نوموړي د دوهم ځل لپاره دغه لقب خپلوي.

سږکال دغې جایزې ته د ارجنټاین د فوتبال وتلې څېره لیونیل میسي او مصري فوتبالر محمد صلاح هم کاندیدان و.

XS
SM
MD
LG