د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۱۹

ننګرهار کې د والیبال سیالۍ د' لعل پورې' لوبډلې په بریا پای ته ورسېده

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ننګرهار ولایت د لعل پورې په ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د طالبانو حکومت د ملي المپیک کمېټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په یادو سیالیو کې ۱۲ ټیمونو ګډون کړی وو او تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېدې.

د خبرځای په حواله، دغه سیالۍ چې اوونۍ وړاندې پیل شوې وې پایلوبې ته یې د لعل پورې او ګردي غوث لوبډلو لاره موندلې وه چې د لعل پورې د والیبال لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د خبرپاڼې له مخې د دې لوبو په پای کې یو شمېر لوبغاړو ته مډالونه هم ورکړل شول.

د یادو سیالیو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG