د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

مسؤلین: په کونړ ولایت کې د معتادینو د درملنې روغتیايي مرکز تړل شوی 


ارشیف؛ په جلال اباد کې روږدي کسان
ارشیف؛ په جلال اباد کې روږدي کسان

په کونړ ولايت کې د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې د بستري کېدلو خدمات بند شوي دي.

دا روغتيايي مرکز چې پخواني حکومت جوړ کړی ځيني مالي او تخنيکي لګښتونه يې د نړیوالو مرستندویه ادارو له خوا ورکول کېدل.

د دې مرکز چارواکي وايي په وروستيو مياشتو کې د درملو او تخنيکي وسايلو په برخه کې له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او پنځه مياشتې کېږي چې کارکوونکو يې معاشونه هم نه دي اخيستي.

په کونړ ولايت کې د معتادینو د درملنې شل بستريز مرکز مشر ډاکټر اجمل فضلي ازادۍ راډيو ته وويل چې د طالبانو حکومت او نړیواله ټولنه بايد د بستري شويو ناروغانو د خدماتو په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

افضلي وایي:" موږ په دې وروستيو وختونو کې يوازې په کورونو کې د معتادینو درملنه کوو. له بده مرغه چې موږ اوس د ناروغانو د بستري کېدلو خدمات نه لرو، موږ د اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت له مقاماتو څخه غوښتنه کوو چې همکاري وکړي او د معتادینو د درملنې سيسټم فعال کړي. له نړیوالو مرستندويه ادارو هم غوښتنه کوو چې د معتادینو د درملنې د پروګرام ملاتړ وکړي چې دا مرکز د پخوا په شان بيا فعال کړي."

ارشیف؛ د معتادینو د درملنې مرکز
ارشیف؛ د معتادینو د درملنې مرکز

موږ وغوښتل چې د دې موضوع په اړه د عامې روغتیا وزارت له چارواکو نظر هم وپوښتو، خو زموږ له پرله پسې هڅو سره سره بيا هم د دې وزارت وياند زموږ سره خبرو ته حاضر نه شو.

دوه معتادین چې مخکې يې په دې مرکز کې درملنه شوې وايي،که څه هم په کورونو کې د دوی درملنه کېږي خو دا ډول درملنه ګټوره نه ده.

د دوی له ډلې ضیا الله وایي:" زه غواړم چې زما غوندې معتادینو لپاره د پخوا په شان روغتون بیا فعال شي. زما درملنه اوس په کور کې کېږي، خو په کور کې اساسي درملنه نه کېږي، ما پخوا دوه درې ځلې په دې مرکز کې د ځان درملنه کړې او ښه شوی يم، اما اوس په کور کې درمل راکوي، خو په کور کې مې ښه درملنه نه کېږي. "

بل معتاد قریب الله وایي:" پخوا به يې موږ ته په روغتون کې درمل راکول او په روغتون کې به يې د ۴۵ ورځو لپاره بستري کولو، زه اوس جوړ شوی یم او دوکانداري کوم. اوس معتادینو ته په کور کې درمل ورکوي، معتاد په کور کې نه جوړېږي، ځکه چې د کورنۍ غړي يې د درملنې په لارو چارو نه پوهېږي. په روغتون کې هر څه منظم وو، بستري کولو يې، دوا او پیچکارۍ به يې راکولې. "

په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې مرکز
په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې مرکز

د معتادینو د درملنې کارپوهان وايي چې په کور کې د معتاد درملنه هغه وخت ګټوره ده چې د کورنۍ غړي يې د معتاد په پالنه او څارنه کې مهارت ولري او په دې برخه کې پوهاوی ورکول شوی وي.

په کونړ ولايت کې د عبدالله په نوم يو مدني فعال وايي چې د دې مرکز له تړلو سره د معتادینو د درملنې خدمات درېدلي او د کونړ په مرکز کې معتادین يو ځل بیا ډېر شوي دي.

عبدالله وایي:" پخوا چې په کونړ کې د معتادینو د درملنې روغتون فعال و زموږ د معتادینو درملنه ډېره ښه کېدله، له نېکه مرغه چې ټولنه هم ورسره اصلاح کېدله، خو په وروستيو وختونو کې چې دا روغتون تړل شوی معتادین له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي. زه له اوسني نظام غوښتنه کوم چې دا روغتون بېرته فعال کړي او د ناروغانو درملنه وکړي. "

د طالبانو تر اوسني حکومت مخکې د افغانستان په ۳۳ ولايتونو کې د معتادینو د درملنې ۸۴ روغتيايي مرکزونه فعال وو، خو د پخواني حکومت له نسکورېدو او له افغانستانه د بهرنیو مرستندويه ادارو له وتلو سره سم د معتادینو د درملنې ډېری روغتيايي مرکزونه له مالي او تخنيکي ستونزو سره مخ شوي دي.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:40 0:00

XS
SM
MD
LG