د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

کرکټ؛ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله بېګا ویسټ انډیز ته ورسېدل


له ۱۹ کلنو کم عمره افغانه لوبډله
له ۱۹ کلنو کم عمره افغانه لوبډله

د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کم عمره لوبډله بېګا ویسټ انډیز ته ورسېدل.


دوی به هلته په نړیوال جام کې ولوبېږي.

له نولس کلنو کم عمره لوبغاړو څو ورځې په قطر کې د ویست انډیز د ویزو لپاره انتظار وایست او په ځنډ نړیوال جام ته ورسېدل.

د دوی له ډلې یو وتلی لوبغاړی نوراحمدلکڼوال نن د کرکټ بورډ په فیسبوک باندې خپره شوې ویډیو کې ویلي:" ډېرو مشکلاتو نه بعد مو ویزې ترلاسه کړې. نړیوال جام کې ګډون کوو. له خپلو هېوادوالو غواړو چې دعاګانو کې مو یاد ساتئ"

د نولس کلنو نه کم عمره افغان ملي ټیم به په نړیوال جام کې په سي ګروپ کې له زیمبابوې، پاپوا نېو ګېنې او پاکستان سره مخ کېږي.

اوله لوبه یې څلور ورځې وروسته له پاپوا نېو ګېنې سره ده.

XS
SM
MD
LG