د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

په کندز کې ځینی کسان له نهرونو د جغل او شګې راویستو له لارې کورنۍ ته نفقه ګټي

په کندز کې خلک له نهرونو شګي او جغل راباسي
په کندز کې خلک له نهرونو شګي او جغل راباسي

په کندز کې یو شمېر کسان له نهرونو د شګو او جغل راویستلو له لارې د خپلو کورنیو لپاره نفقه ګټي.

دوی وایي هره ورځ سیاو یا سیاه اب نهر چې د کندز ښار شمال لوري ته د چرمګرۍ سیمې کې موقعیت لري ورځي او له ۴ تر ۵ سوو افغانیو ګټه کوي.

۴۵ کلن عبدالستار چې لس کاله کېږي همدا کار کوي وایي، په نږدې یو ساعت کې یوه کراچۍ شګه د نهر له اوبو راباسي، او هره کراچۍ شګه په ۷۰ افغانۍ پر خلکو پلوري.

عبدالستار وایي:" دا دغلته اچوو،موټر چې راغلل نو بیا موږ یو موټر په ۳۰۰ افغانۍ خرڅوو او ۵۰ افغانۍ اجاره ورکوو. یو موټر چې څومره شګه ضرورت لري په همغه اندازه یې باره وو. دلته موږ دوه نفره په ګډه کار کوو، د ورځي ۱۰۰۰ او ۱۲۰۰ افغانۍ ګټو چې تقسیم کړو هر نفر ته ۵۰۰ او ۶۰۰ افغانۍ رسېږي او ۱۵۰ افغانۍ هم د اس خوراک کېږي."

دوی وایي هره له همدې لارې له ۴ تر۵ سوو افغانیو ګټه کوي
دوی وایي هره له همدې لارې له ۴ تر۵ سوو افغانیو ګټه کوي

د ژمې په دې سړه هوا کې له اوبو په بیلچه کې د شګو را اوچتول او په اس ګا‌‌ډي کې بارول هم زور او ځواکمنتیا غواړي، عبدالستار وايي، که څه هم کار سخت دی خو ورڅخه راضي دي.

د عبدالستار د کار شریک محمدخان چې ۴۰ کاله عمر لري وایي، که څه هم دې کار ورته د پښو او ملا درد هم پیدا کړی خو نو اړ دی چې کار وکړي او د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړټیاوې ور پوره کړي.

۳۵ کلن خال محمد چې مازده موټر لري، دلته هره ورځ راځي او له دوی څخه شګه او جغل اخلي او بیا یې پر هغو کسانو پلورې چې د ابادۍ او بیارغونې کارونه لري.

نوموړی وايي، ده ته په هر موټر کې ۲۰۰ افغانۍ ګټه پاتي کېږي.

خال محمد وایي:" زه دلته له دوی څخه ریګ اخلمه او بیا یې خرڅومه. دلته یو موټر شګه موږ ته په ۳۰۰ سوه افغانۍ باروي. بیا موږ یو موټر ریګ په ۷۵۰ او ۸۰۰ افغانۍ خرڅوو. په یو موټر شګه کې موږ ته ۲۰۰ افغانۍ او ۲۵۰ افغانۍ پاتې کېږي."

په کندز کې ځيني خلک له نهرونو شګه او جغل راباسي او خرڅوي یي
په کندز کې ځيني خلک له نهرونو شګه او جغل راباسي او خرڅوي یي

د دوی په وینا، پخوا په دغه ولایت کې اس ګاډي زیات وو ځکه پر سورلۍ سربېره خلکو ورڅخه د شګو، جغل او د نورو توکو په انتقال کې کار اخیسته، خو اوس چې موټر زیات شوي دي، خلک په موټرو کې تعمیراتي توکي انتقالوي.

اوس په کندز کې د ګوتو په شمار ځیني کسان اس ګاډي لري او له هغو نه له نهرونو څخه د شګو او جغل راویستلو کې کار اخلي.

XS
SM
MD
LG