د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۴۸

طالبانو په فاریاب کې هغه قوماندان خوشې کړ چې نیول کېدو یې اعتراضونه رامنځته کړل


طالبان

د طالبانو حکومت وايي چې مخدوم عالم د ځینو راپورونو په اساس د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیول شوی و.

په فاریاب کې د طالبانو د دې ازبک ټبره قوماندان له نیول کېدو وروسته پرون د مرکز میمنې یو شمېر اوسېدونکي د لاریون لپاره لارو کوڅو ته راووتل او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق بېګا آزادۍ راډیو ته وویل چې په میمنه کې اوس کراري ده.

وثیق وایي:" په فاریاب کې یو کس د استخباراتو له خوا بلل شوی و، تر څو د ځینو مواردو په اړه له هغه پوښتنې ګروېږنې وکړي. د دې کس د خواخوږو له خوا په میمنې ښار کې څه تجمعات شوي وو، چې دا کس باید بېرته آزاد شي. له هغه ځایه معلومات لرو چې هلته په ښار کې حالت عادي دی، هېڅ راز تحرکات نه شته، وضعیت بیخي عادي او نارمل دی."

احمدالله وثیق وویل چې په میمنه کې اوس کراري ده.
احمدالله وثیق وویل چې په میمنه کې اوس کراري ده.

ښاغلي وثیق وروسته پر وټسپ ازادۍ راډیو ته ولیکل چې مخدوم خوشې شوی.

د ښاغلي مخدوم یو نږدې ملګري انصارالحق پرون ماښام له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، مخدوم چې د چارشنبې په ورځ په مزارشریف ښار کې ونیول شو تراوسه نه دی خوشې شوی.

انصارالحق وویل:" مخدوم صاحب یې مزار ته د جلسې لپاره غوښتی و چې دا ستونزه پېښه شوه. تراوسه نه دی خوشې شوی. د فاریاب خلکو غونډه او لاریون وکړ. تراوسه د هغه د نیول کېدو علت نه دی معلوم، ان شاء الله ډېر ژر به معلوم شي."

د مخدوم عالم د نیولو پرضد د پروني لاریون ویډیويي تصویرونه پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي دي.

د راپورونو له مخې مخدوم عالم مخکې په فاریاب ولایت کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مسؤل و.

د فاریاب پخواني والي نقیب الله فایق پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې په شمال کې له پخواني حکومت سره د طالبانو د ډېری جګړو قومانده د ښاغلي عالم په لاس کې وه او زیاتوي چې نوموړي په فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې د طالبانو په بریا کې خورا مهم رول درلود.

XS
SM
MD
LG