د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

ګوترېش: په افغانستان اقتصادي بندیرونه لېرې او کنګل شوي شتمنۍ یې ازاده کړئ


بانکونو ته ولاړ افغانان
بانکونو ته ولاړ افغانان

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیوګوترېش په افغانستان کې د خلکو د ژوند او اقتصاد د ژغورنې لپاره د هغو مقرراتو د ځنډېدو غوښتنه کړې چې تطبیق یې په دې هېواد کې د اسعارو د کارولو مخه نیسي.

ښاغلي ګوترېش پرون په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې همداراز د ځینو شرایطو له مخې د شااوخوا ۹،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان د کنګل شویو اسعارو او شتمنیو د ازادېدو غوښتنه هم وکړه.

ګوترېش وویل چې افغانستان ته باید د نړیوالو مالي مرستې پرېښودل شي څو د ملکي ادارو د مامورینو معاشونه اجرا شي او دولتي ادارې د روغتیا او تعلیم په څېر ضروري خدمات وړاندې کړای شي.

د ملګروملتونو سرمنشي وویل چې باید د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه ونیول شي او د دې کار لپاره باید د دې هېواد اقتصاد ته سمدستي نورې پیسې پیچکاري شي.

ګوترېش وویل، باید د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه ونیول شي
ګوترېش وویل، باید د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه ونیول شي

ګوترېش وویل:" په اوسني حالت کې افغانان د لوږې، ناروغیو او د مرستو د نشتوالي له کبله د مرګ پر پوله ولاړ دي. مطلق مرګ. نو اساسي خبره دا ده چې باید د اقتصاد د سقوط مخنیوی وشي او د دې لپاره باید اقتصاد ته پیسې ور پېچکاري شي."

د ملګروملتونو سرمنشي وړاندیز وکړ چې د افغانستان بانک ظرفیتونه باید وساتل شي او مرسته ورسره وشي.

د افغانستان بانک پخوانی مرستیال خان افضل هډه وال د افغانستان بانک د ظرفیتونو پالنه په اوسنیو شرایطو کې ممکن بولي. ښاغلي هډه وال ازادۍ راډیو ته وویل چې د دې کار لپاره ظرفیتونه اوس هم شته.

هډه وال وویل:" د افغانستان مالي نظام دا ظرفیت لري چې د نړیوالو او په سر کې یې د امریکا اندېښنې رفع کړي. اندېښنې یعنې دا چې د پیسو حرکت یا فلو به څنګه کېږي او چاته به ورکول کېږي، د دې ټولو څارنه او څېړنه امکان لري، نو زه خوښ یم چې دومره نتیجه یې ورکړې ده چې دا وړاندیز په لوړه کچه کېږي."

په همدې حال کې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشره له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان ته د پیسو استول جاري وساتي او ټینګار کوي چې دا پیسې د طالبانو لاس ته له لوېدو پرته له نورو لارو واستوي.

د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ
د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ

مري اېلین مک ګرووارټي پر نړیوالو غږ وکړ چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو مرستو د یقیني کولو له لارې د یوه بشري ناورین مخه ونیسي.

مېرمن ګرووارټي پرون په بروکسل کې له اسوشیتېدپریس خبري آژانس سره په مرکه کې وویل په داسې حال کې چې له نیمايي زیات افغانان په روان ژمي کې د خوړو د موندلو لپاره زیار باسي، افغانستان د اقتصادي سقوط پر مورګه ولاړ دی.

هغې له نړیوالو وغوښتل چې د سیاسي بحثونو پرتله بشري اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي.

دې یوځل بیا خپله هغه وینا تکرار کړه چې په روانه اوونۍ کې یې پر ټویټر لیکلې وه، افغانستان د خوړو د پلور او پېر په بازار کې د اړتیا وړ پیسو د نشتوالي له کبله د لوږې له څونامي سره مخامخ دی.

ګرووارټي وویل:" دا هرڅه د لوږې د بشپړې څونامي په څېر سره یوځای کېږي چې ټول هېواد ته رسېږي او له پنځو لسیزو جګړو سره سره ښايي دا تر ټولو لوی بحران وي چې افغانستان ورسره مخامخ شوی."

مېرمن مک ګرووارټي وايي، د افغانانو لپاره اوس دوه لارې پاتې دي- یا به لوږه زغمي او یا به له هېواده وځي.

دا زیاتوي چې WFP د ۲۰۲۲ کال لپاره کافي پیسې نه لري نو ځکه ملګروملتونو په را روانو ۱۲ میاشتو کې د بشري مرستو لپاره ۴،۴ میلیارد ډالر بسپنه غوښتې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام برخه به ۲،۶ میلیارد ډالره وي، څو خلکو ته د اړتیا وړ حد اقل خواړه ورسوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام WFP د ارقامو له مخې د افغانستان ۲۲،۸ میلیونه وګړي د خوړو له جدي کمښت او له دې ډلې ۸،۷ میلیون وګړي له قحطۍ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG