د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۲۷

پوتین: اومېکرون لپاره روسیه دوې اوونۍ وخت لري چې چمتو شي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر خبرداری ورکړ چې د کرونا د نوې بڼې اومېکرون لپاره یې هېواد دوې اوونۍ وخت لري چې چمتو شي.

ولادیمیر پوتین پرون په یوې انلاین غونډه کې کابینې ته وویل: "موږ باید ټول له یوه بل سره په ګډه کار وکړو او د دې ویروس نوي احتمالي برید ته چمتو شو، موږ وینو چې په نړۍ کې څه پیښېږي."

په روسیه کې پرون د اومېکرون بڼې د شپږ سوه اته نوي مثبت پېښو خبر ورکړل شو او د چهارشنبې د ورځې د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې د کرونا ټولې مثبتې پېښې په ۲۴ ساعتونو کې اوولس زره نهه سوه شپږ څلوېښت ته ورسېدې.

XS
SM
MD
LG