د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

سبا وېسټ انډیز د کرکټ لوبه پیلېږي؛ افغان لوبډله به ور ورسیږي


تر ۱۹ کلونو د کم عمر کرکټ افغان لوبغاړي
تر ۱۹ کلونو د کم عمر کرکټ افغان لوبغاړي

تر ۱۹ کلونو د کم عمر کرکټ نړیوال جام لوبې سبا په وېسټ انډیز کې پیلېږي.

تمه ده چې افغان لوبډله به نن وېسټ انډیز ته ورسېږي. دې لوبغاړو د ویزو د اخېستو ستونزه لرله چې له همدې امله یې وېسټ انډیز ته سفر وځنډیده.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک په ټویټر کې لیکلي دي چې په دې نړیوال جام کې د افغانستان د لوبو په مهالویش کې بدلون راغلی دی او افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه راتلونکې اونۍ سې شنبې له پاپونیوګیني سره وکړي، دوې ورځې وروسته تر هغې به له پاکستان سره او بیا دوې ورځې ترمنځ له زیمبابوې سره ولوبېږي.

د مخکني مهالویش له مخې د افغانستان د ټیم لومړۍ لوبه د یکشنبې په ورځ له زیمبابوې سره وه.

XS
SM
MD
LG