د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۰

برېښنا شرکت: له ازبیکستانه په وارداتي برېښنا کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی


ارشیف، د برېښنا یوه پایه
ارشیف، د برېښنا یوه پایه

د افغانستان برېښنا شرکت له ازبیکستان څخه په وارداتي برېښنا کې د شپېته په سلو کې کموالي خبر ورکوي چې له دې سره د افغانستان د شپاړلس ولایتونو برېښنا اغېزمنه شوې ده.

برېښنا شرکت پرون په یوې اعلامیه کې څرګنده کړه، تاشکند د برېښنا د کمولو پرېکړه د افغانستان له برېښنا شرکت سره له هم غږۍ پرته کړې ده، خو دا شرکت په ورته وخت کې وایي چې د ازبیکستان چارواکي یې علت تخنیکي ستونزه ګڼي.

تاشکند د برېښنا د کمولو پرېکړه د افغانستان له برېښنا شرکت سره له هم غږۍ پرته کړې

د برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې د ازبیکستان په وینا راغلي، د تیلي مرجان په سټېشن کې تخنیکي ستونزه رامنځته شوې ده چې دوی کار پرې کوي او دا ستونزه به په دوو یا درېیو ورځو کې حل شي.

افغانستان له ازبیکستانه ۴۶۰ مېګا واټه برېښنا اخلي چې ۳۰۰ مېګاواټه یې کابل ته ځانګړې شوې ده، خو تر پرونۍ ستونزې مخکې لا په کابل کې خلکو ازادي راډیو ته شکایتونه کول چې د برېښنا پارچوي ډېره زیاته شوې ده.

د دې ښار یوه اوسیدونکې مرضیه ستانکزۍ یې په اړه وايي: "ټولو هېوادوالو ته معلومه ده، هوا سړه ده. موږ ډېر ضرورت لرو چې برق وي، په کورونو کې روښنایي وي نو له چارواکو دا غواړو چې د برق د پارچاوي غم وخوري."

د کابل یو بل استوګن احمد فرید فروتن له طالبانو ورته غوښتنه لري: "دا چې په کابل کې بیا بې برقي ډېره شوې ده. د کابل د ژمي په همدې یخو ورځو کې له برېښنا پرته د شپې سبا کول ستونزمن دي. د برېښنا شرکت ژمنه همدا وه چې د برق ستونزه به ژر په بشپړه توګه حل کوي هیله ده چې دا اداره سمه پاملرنه ورته وکړي."

په کابل کې خلکو ازادي راډیو ته شکایتونه کول چې د برېښنا پارچوي ډېره زیاته شوې ده.
په کابل کې خلکو ازادي راډیو ته شکایتونه کول چې د برېښنا پارچوي ډېره زیاته شوې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت له ازبیکستان سره نژدې دوې اوونۍ مخکې تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې دوه میلیارډه کیلو واټه برېښنا د یوه کال په موده کې د شااوخوا سل میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت افغانستان ترلاسه کوي.

خو د دې سربېره د دې یوې میاشتې په ترڅ کې دا دوهم ځل دی چې افغانستان ته د ازبیکستان د وارداتي برېښنا په صادراتو کې ستونزې رامنځته کېږي.

افغانستان په سلو کې دیرش فیصده شته برېښنا په کور دننه ترلاسه کوي او اویا په سلو کې له ازبیکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.

XS
SM
MD
LG