د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

ناټو: روسي چارواکو سره د اوکراین د کړکېچ په اړه مستقیمي-جدي وغږیدو


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي وایي، ناټو له روسي چارواکو سره د اوکراین د کړکېچ په اړه مستقیمي-جدي خبرې وکړې.

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه چې ناټو دې ته چمتو ده چې بیا هم د اروپا د امنیت په اړه د کرملین له استازیو سره خبرو ته کښیني.

وروسته تردې چې پرون ښاغلي سټولټنبرګ د ناټو د روسیې شورا له پلاوي سره خبرې وکړې، رسنیو ته یې وویل چې ناټو اروپا کې د یوه نوي امنیتي تړون د جوړښت برخه کې د مسکو له غوښتنو سره موافقه نه ده، خو غواړي چې ډپلوماسي ادامه پیدا کړي.

سټولټنبرګ زیاته کړه: "روسیه په دې دریځ کې نه وه چې له دې وړاندیز سره موافقه وکړي، دوی رد هم نه کړ، خو روسي استازیو ښکاره وویل چې دوی نور وخت ته ضرورت لري چې له ځواب سره بېرته ناټو ته راشي او ښکاره ده چې موږ چمتو یوو چې بیا ورسره کښینو."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اروپا کې د امنیتي ضمانتونو لپاره یو لړ غوښتنې کړي دي چې په دې کې دا هم شامله ده چې ناټو به اوکراین او ګورجستان ته غړیتوب نه ورکوي، همدا راز به په ختیځې اروپا کې د ناټو غړي هېوادونه ډېر ځواکونه نه ځای پرځای کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اروپا کې د امنیتي ضمانتونو لپاره یو لړ غوښتنې کړي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اروپا کې د امنیتي ضمانتونو لپاره یو لړ غوښتنې کړي

سټولټنبرګ وویل، اوکراین دا حق لري چې خپلې راتلونکې امنیتي پرېکړې په خپله وکړي او روسیه دا حق نه لري چې ناټو د نوېو غړیو له منلو وګرځوي.

د بروکسل په پرونۍ غونډه کې د روسیې د پلاوي مشري د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال الکساندر ګرېشکو او د دفاع وزارت مرستیال الکساندر فومین کوله.

ګرېشکو تر خبرو وروسته خبریالانو ته په بروکسل کې د دې غونډې په اړه وویل چې دا د رښتیا ویلو یوه شېبه وه.

ګرېشکو زیاته کړه: "خبرې ډېرې واضح، مستقیمې، ژورې او جدي وې، خو په ورته وخت کې یې د بنیادي مسالو په تړاو اختلافات په ډاګه کړل."

د بروکسل تر پرونۍ غونډې مخکې د دوشنبې په ورځ روسي چارواکو له امریکایي چارواکو سره په جنیوا کې خبرې کړې وې، په هغو خبرو کې د امریکا په استازیتوب د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې وینډې شېرمن برخه اخیستې وه چې پرون یې د بروکسل په غونډه کې هم حضور درلود.

د ناټوعمومي منشي سټولټنبرګ وویل، له روسانو سره یې اختلافات کم نه دي چې ژرحل شي خو دا مثبته نښه ده چې د ناټو ټول متحدان او روسیه په یوه میز سره کښیني او پر اساسي موضوعاتو خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG