له اسټرالیا څخه دد ټېنس د مشهور لوبغاړي نوواک جاکوېچ د ایستلو احتمال شته.
د اسټرالیا حکومت د ټېنس د مشهور لوبغاړي نوواک جاکوېچ هغه ادعا څېړي چې ویلي یې و، ۱۴ ورځې مخکې دې هېواد ته د ورتللو پر مهال یې بل هېواد ته سفر نه دی کړی، خو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې نوموړي کرسمس د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې نمانځلی او بیا د جنوري په ۴مه نېټه په هسپانیا کې لیدل شوی چې له خپل ورور سره یې فوټبال کاوه.
جاکوېچ وايي، ده دروغ نه دي ویلي، بلکې د پروګرامونو مدیر یې د فورمونو په ډکولو کې تېروتی دی.
اسټرالیا دې هېواد ته له ورتګ مخکې مسایلو کې د دروغو ویلو په اړه سخت قوانین لري، په همدې خاطر د نوواک جاکوېچ موضوع هم څېړي چې د ویزې د لغوه کېدو او له اسټرالیا څخه د دې لوبغاړي د ایستلو احتمال هم شته.