د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

'WHO': ښايي له نیمايي زیات اروپا میشتي په اومېکرون اخته شي


ارشیف،
ارشیف،

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'WHO' وايي، ښايي د کب میاشتې تر پایه د اروپا له نیمايي زیات وګړي د کرونا ویروس په نوې بڼه- اومېکرون اخته شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اومېکرون څپه د اروپا د لویې وچې له لویدیځ څخه تر ختیځه پورې د خوځېدو په حال کې ده.

د اروپا لپاره د 'WHO' سیمه ییز مشر هانس کلوګي Hans Kluge پرون د یوه خبرداري په خپرولو سره د یوه څېړنیز انسټیټیوټ د وروستي راپور هغه اټکل نقل کړ چې وايي، د اروپا په سلو کې له ۵۰ زیات وګړي به د را روانو شپږو- اتو میاشتو په اوږدو کې په اومېکرون ډوله کرونا اخته شي.

د 'WHO' اروپايي څانګه ۵۳ هېوادونه او قلمروونه رانغاړي چې د منځنۍ اسیا څو هېوادونه هم په کې شامل دي.

ښاغلي کلوګي وویل چې اومېکرون په ډېرې چټکۍ سره په لویدیځو هېوادونو کې د کرونا ویروس په مسلطه بڼه بدلېږي او اوس د بالکان په هېوادونو کې د سرایت په حال کې دی.

XS
SM
MD
LG