د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

د قزاقستان الماتي ښار کې تر پنځه ورځنۍ پرچاوۍ وروسته انټرنېټ بېرته فعال شو


د قزاقستان الماتي ښار
د قزاقستان الماتي ښار

د ازادې اروپا/ ازادۍ راډيو قزاقي څانګې راپور ورکړی چې په الماتي ښار کې نن سهار وختي انټرنېټ عادي حالت ته راغی او خلک اوس ویبپاڼو او دغه راز پیغام لېږلو ته لاس رسی لري.

دغلته انټرنېټ او د مخابراتو سیستم تېره اوونۍ هغه مهال ټکنی او محدود شو چې هېواد شموله اعتراضونه وپارېدل او د همدې انټرنېټي تشې له کبله دا څرک هم نه لګېده چې سیمه کې څه روان دي.

تراوسه دا معلومه نه ده چې الماتي کې انټرنېټ په دایمي بڼه بېرته عادي حالت ته راغلی او که نه، خو تېرو څو ورځو کې یوازې د څو ساعتونو لپاره انټرنېټ په پلازمېنه نورسلطان او نورو ښارونو کې فعاله وو.

د جنورۍ په ۸مه د قزاقستان د برښنایي ارتباطاتو وزیر وویل چې انټرنېټ به په څو پړاوونو کې بېرته ښارونو کې فعال شي، څو د ده په خبره د تاوتریخوالي تر شا حمله کوونکي ترې ناوړه ګټه وانخلي.

په قزاقستان کې ملیونونه کسان د انټرنېټ د پرچاوۍ له کبله اغېزمن شوي.

دې چارې نه یوازې خلک له معلوماتو بې برخې کړې بلکې بانکي سیستم یې هم متاثره کړی چې له کبله یې ډېر خلک اوس بې پیسو او بې خوړو دي.

په ټوله کې په الماتي کې انټرنېټ د ۱۱۱ ساعتونو لپاره پرچاو و، خو تېره اوونۍ یوازې د څو ساعتونو لپاره هغه مهال فعاله شو چې ولسمشر قاسم جومارت توقایف په کې د حکومت د ړنګېدو او د امنیتي بدلونونو اعلان وکړ.

توقایف په قزاقستان کې تاوتریخوالی د " ترهګرو ډلو" کار وباله او پر بهرنیو او خپلواکو رسنیو یې هم د دې وضعیت د پوښښ لپاره نیوکې وکړې.

په قزاقستان کې د وروستیو ناکراریو له کبله د وژل شویو کره شمېر لا معلوم نه دی، خو پرون یکشنبه د تلګرام یوه دولتي چېنل د ۱۶۴ کسانو د وژلو راپور ورکړ، د ورځې په پای کې بیا د روغتیا وزارت دا راپور رد کړ.

د قزاقستان چارواکو ویلي چې دوی په امنیتي عملیاتو کې نږدې ۶۰۰۰ کسان توقیف کړي دي.

په قزاقستان کې چې د تېلو او ګازو زیرمې لري، تېره اوونۍ د تېلو د بیو د لوړوالي په هدف اعتراض پیل شو چې وروسته یې لمن ټول هېواد ته وغځېده او په تاوتریخوالي بدل شو.

ټاکل شوې د ټولیز امنیت د تړون سازمان غړي هېوادونه روسیه، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان او ارمنستان نن د قزاقستان د وروستي وضعیت په اړه یوه ویډیویي کانفرانس کې بحث وکړي.

قزاقي چارواکو نن د جنورۍ لسمه د ماتم ورځ اعلان کړې ده.

XS
SM
MD
LG