د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

د قزاقستان په لاریونونو کې نږدې ۶ زره کسان نیول شوي او ۱۶۴ نور وژل شوي دي


په قزاقستان کې لاریون
په قزاقستان کې لاریون

د قزاقستان چارواکي په دې هېواد کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې لږترلږه د ۶ زره کسانو د نیولو خبر ورکوي.

دغه عملیات د پراخ تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره ترسره شوي چې قزاقستان یې د خپلې خپلواکۍ راهیسې په ۳۰ کلونو کې ساری نه دی لېدلی.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت پرون یکشنبې وویل چې تراوسه لږترلږه ۵۹۶۹ کسان نیول شوي دي.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت پرون یکشنبې وویل چې تراوسه لږترلږه ۵۹۶۹ کسان نیول شوي دي.
د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت پرون یکشنبې وویل چې تراوسه لږترلږه ۵۹۶۹ کسان نیول شوي دي.

د دې وزارت په وینا د نیول شویو له ډلې ۱۳۳ یې د جدي جنایتونو د ترسره کولو په تور توقیف شوي دي.

د قزاقستان د ولاست خبري اژانس د ویبپاڼې د راپور له مخې د جنوري له ۵مې راهیسې له کله چې په قزاقستان کې ګډوډي پیل شوې د لږترلږه ۱۶۴ کسانو مړینه تائید شوې ده.

د دغې ویبپاڼي له مخې ۱۰۳ تنه د دې هېواد په الماتي ښار کې وژل شوي دي.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې دې ته په پام چې په قزاقستان کې پر انټرنېټی او ټیلفوني خدمتونو د جنوري په پنځمه په ټول هېواد کې د قهرجنو مظاهرو په مهال دولتي شرکت قزاق ټيلي کام بندیز لګولی، ګرانه ده چې د وژنو شمېر په خپلواکه توګه تائید شي.

له بلې خوا د قزاقستان چارواکي وایي چې وضعیت یې تر کنټرول لاندې راوستی.

د قزاقستان د دفاع وزارت مرستیال سلطان کمالیتدینیف له روسي جنرال او قزاقستان ته د ګډ امنیتي تړون د سازمان د استول شویو ځواکونو له قومندان اندری سیردیکوف سره پرون په الماتې کې په یوه ګډ ویډیویي بیان کې وویل:"د قزاقستان د جمهوریت په قلمرو کې وضعیت، ثبات موندلی او د دولتي چارواکو تر کنټرول لاندې راغلی. غواړم د ګډ امنیتي تړون د سازمان له ګډ سوله ساتي ځواک او له قومندانۍ یې د ورورګلوۍ د مرستې لپاره مننه وکړم."

د قزاقستان ولسمشر قاسم ژومارت توقاییف د جنوري په ۵مه د مظاهرو له پراخېدو سره په یوه وخت د روسیې په مشرۍ د ګډو ګټو امنیتي تړون له سازمانه د مرستې غوښتنه کړې وه.

دغه سازمان سمدستي له درې زرو زیات پوځیان چې اکثره یې د روسیې دي، قزاقستان ته استولي دي.

روسي نظامي ځواک چې قزاقستان کې له ګډوډیو وروسته دې هېواد ته رسېدلی
روسي نظامي ځواک چې قزاقستان کې له ګډوډیو وروسته دې هېواد ته رسېدلی

د ازادي راډیو د قزاقستان څانګې د راپور له مخې دغه ځواکونه اوس د الماتې د هوایي ډګر، د شوروي د وخت د بایکانورد فضایي اډې چې روسیه ورڅخه فضا ته د توغندیدو د استولو لپاره کار اخلي او په دې ښار کې د یو شمېر مهمو دولتي ودانیو په ګډون د مهمو بنسټېزو تاًسیساتو ساتنه کوي.

د قزاقستان د خبر ۲۴ ټلوېزیوني چینل د یکشنبې د ورځې د راپور له مخې د قزاقستان په اکثرو برخو کې نظم بېرته ټینګ شوی خو د شپې پر مهال په الماتې کې د امنیتي ځواکونو او معترضانو ترمنځ بیا نښتې پیل شوي دي.

دغه راز پرون یکشنبې په لویدیځو دوو ښارونو، ژاناوزین او اقتاو کې د معترضانو د کوچنیو ډلو د اعتراضونو د دوام راپورونه ورکړل شوي دي.

په دغو ښارونو کې اعتراضونه د جنوري په دوهمه د تېلو د بیو د بې ساري لوړېدو پر وړاندې پیل شوي چې د هېواد نورو برخو ته په چټکۍ خپاره شول.

په قزاقستان کې اعتراضونه د جنوري په دوهمه د تېلو د بیو د بې ساري لوړېدو پر وړاندې پیل شول
په قزاقستان کې اعتراضونه د جنوري په دوهمه د تېلو د بیو د بې ساري لوړېدو پر وړاندې پیل شول

وروسته دغو اعتراضونو بله بڼه غوره کړه او چارواکي د اقتصادي او سیاسي اصلاحاتو په اړه په خپلو ژمنو کې په پاتې راتلو تورن شول.

د قزاقستان رسنیو د قزاقستان د پخواني ولسمشر نورسلطان نظرباییف د ویاند ایدوس اوکیبای هغه څرګندونې خپرې کړې چې ویلي یې دي، نظرباییف د جنوري په ۵مه پرېکړه کړې چې د هېواد د امنیتي شورا د عمومي منشي په توګه له خپلې دندې ګوښه کېږي.

د اوکیبای له قوله ویل شوي چې نظرباییف تل د قزاقستان، د دې هېواد د وګړو او د قزاقستان د راتلونکې د ساتلو د هڅو ملاتړ کړی دی.

نظرباییف د ډسمبر له ۲۸مې راهیسې هغه مهال چې نوموړي له روسیې کتنه ترسره کوله، په عام محضر کې نه دی لېدل شوی.

خو اوکیبای د شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل چې نظرباییف په پلازمېنه نورسلطان کې دی او له خلکو غواړي چې د ولسمشر قاسم ژومارت توقاییف پرخوا راټول شي.

د قزاقستان د پخواني ولسمشر نورسلطان نظرباییف
د قزاقستان د پخواني ولسمشر نورسلطان نظرباییف

د جنوري په پنځمه ډیر راپورونه خپاره شول چې د قزاقستان ولسمشر نوموړی او د هغه د اوږدې مودې متحد، د قزاقستان د ملي امنیت د کمېټې مشر کریم ماسیموف له خپلو دندو لیري کړي دي.

د قزاقستان چارواکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ماسیموف په کور کې نظربند دی او پرخیانت تورن دی.

په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه عملیاتو ته دوام ورکوي، چارواکو له خلکو غوښتي چې له واټونو دې ځان لیرې وساتي.

د قزاقستان ولسمشر توقاییف ویلي، دغه عملیات د ده په خبره د بهرنیو روزل شویو تروریستانو پرضد ترسره کیږي.

د ازادي راډیو د قزاقستان څانګې د راپور له مخې دغه ځواکونه اوس د الماتې د هوایي ډګر، د شوروي د وخت د بایکانورد فضایي اډې چې روسیه ورڅخه فضا ته د توغندیدو د استولو لپاره کار اخلي او په دې ښار کې د یو شمېرمهمو دولتي ودانیو په ګډون د مهمو بنسټېزو تاًسیساتو ساتنه کوي.

XS
SM
MD
LG