د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

طالبان: نږدې راتلونکي کې به د ټاپي پروژې د پلي کېدو چارې پیل شي


د ټاپي پروژه
د ټاپي پروژه

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو له ترکمنستاني پلاوي سره تر خبرو اترو وروسته د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال په نږدې راتلونکي کې د ټاپي پروژې د پلي کېدو د چارو د پیل خبر وکړ.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي، دا مهال په افغانستان کې امنیتي ستونزې نشته او د ټاپي پروژې د عملي کېدو لپاره شرایط برابر دي.

د نوموړي په خبره، د شنبې په ورځ یې د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال وفا حاجي ياف او مل پلاوي سره په کتنه کې هغوی ته ډاډ ورکړی چې افغانستان د دې پروژې د عملي کار پيل ته بشپړ چمتووالى لري.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور
د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور

دلاور زیاته کړه: "د کورنیو چارو وزیر د امنیت په اړه ډاډ ورکړل شوی او هغوی ډاډه شول چې اوس په افغانستان کې سل په سلو کې امنیت دی، په دې برخه کې کومه ستونزه نشته او انشاالله یو مېکانېزم به جوړ شي چې که د دې پروژې امنیت یو کورني امنیتي شرکت ته هم ورکول کېږي، موږ به په دې اړه له خلکو سره خبرې وکړو."

د ټاپي پروژې ۸۱۶ کیلومتره 'د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د مایع ګاز د نل لیکه' کار د افغانستان په خاور کې کېږي چې د بشپړېدو لګښت یې له ۷تر ۹ میلیاردو ډالرو پورې اټکل شوی دی.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د مایع ګازو د نل‌لیکې په بشپړېدو سره به افغانستان په کال کې له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ میلیونو ډالرو پورې عاید ترلاسه کړي چې دا د افغانستان لپاره د پام وړ اقتصادي ګټه ده.

د یادونې وړ ده چې د ټاپي پروژې په اوږدو کې د ځمکو د استملاک هوکړه لیک د ۲۰۲۰م زیږدیز کال په اګسټ میاشت کې په افغانستان کې د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو ترمنځ لاسلیک شو، اوس د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر وايي چې دا کار به د یو شفاف مېکانېزم پر بنسټ وشي.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ته یې ډاډ ورکړی چې د دغه پروژې د عملي کېدو په برخه کې به کومه ستونزه رامنځته نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې له ترکمنستانه د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او د هغه هېواد د ټاپي پروژې مسوول له کابل ولایت څخه مخکې هرات ولایت ته تللی و او هلته یې د ټابي پروژې د چارو د پیل ارزونه کړې ده.

د ټاپي پروژه د افغانستان مخکیني جمهوري نظام ګوښه شوي جمهور رییس محمد اشرف غني د واکمنۍ پرمهال پرانیستل شوه او په دې وروستیو کې له ترکمنستان څخه یو بل پلاوی هم افغانستان ته راغلی و چې له طالبانو سره یې د ټاپي پروژې په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG