د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

هرات کې د جوجیټسو سیالۍ؛ کوربه ولایت لومړی مقام خپل کړ


د جوجیټسو لوبه
د جوجیټسو لوبه

د هرات ولایت د جوجیټسو فدراسیون ولایتي اوپن (خلاص) ټورنمنټ په میرویس صادق جمنازیوم کې ترسره شو.

د دې ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د عامه اړیکو مسوول وحید ازاد نن شنبه (د مرغومي ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ د هرات ولایت په کوربه توب، د هرات، فراه، بادغیس او غور ولایتونو ترمنځ د۸۰ ورزشکارانو په ګډون تېره ورځ سهار پیل او ماښام ناوخته پای ته ورسېد.

د ښاغلي ازاد په خبره، د سیالیو په پای کې هرات ولایت لومړی، فراه دوهم او بادغیس او غور ولایتونو په ترتیب سره درېیم او څلورم مقامونه خپل کړل.

د دې ریاست د معلوماتو له مخې د یادو سیالیو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول او د غوره استعدادونو موندل وو.

XS
SM
MD
LG