یو ځوان افغان کرکټر مزمل شېرزاد به راتلونکې اوونۍ د ایرلنډ په استازیتوب نړیوال جام کې ولوبېږي.
د ایرلنډ کرکټ تازه په نړیوال جام کې خپل لوبېدونکي لوبغاړي اعلان کړي چې د تیز بالر مزمل شیرزاد نوم هم په کې راغلی.
د نولس کلنو نه کم عمره نړیوال جام کې د ایرلنډ اوله لوبه راتلونکې شنبه د یوګاناډا په وړاندې ده.
مزمل شېرزاد چې د جلال اباد اوسیدونکی و، په څوارلس کلنۍ کې له ډېرو سختیو وروسته ایرلنډ ته ورسېد.
د ایرلند کرکټ چارواکو هغه ستایلی چې له سختیو سره-سره یې ښه کرکټ نندارې ته وړاندې کړ او په خپلې وړتیا تر نړیوال جام ورسېد.
تر دې مخکې هم د افغانستان ګڼ ځوانان اروپا او امریکا ته تللي او هلته د کرکټ په ملي او نولس کلنو ټیمونو کې لوبېږي.