د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

د طالبانو له لوري په زور د خلکو د ويښتانو پرې کولو ویډیوګانو غبرګونونه پارولي


په کابل کې یو وسله وال طالب د یوه تن ویښتان غوځوي.
په کابل کې یو وسله وال طالب د یوه تن ویښتان غوځوي.

پر خواله رسنیو د طالب وسله والو له لورې په عام محضر کې د یو شمېر عامو خلکو ويښتانو پرې کولو ویډیوګانو خپرېدو غبرګونونه راپارولي دي.

اوس تازه یوه ویډیو خپره شوې چې یو کس په ځمکه ناست، نخودي کالي یې پر تن دي د بل کس له خوا یې ویښتان پرې کیږي.

‎ناست کس زارۍ کوي خو ویډیو اخیستونکی شخص په پښتو خبرې کوي او ورته خاندې.

د دې ویډیو په اړه د ټولنیزو رسنیو کارونکو ادعا کړې چې دا کسان طالبان دي او له یاد شخص سره یې په هرات ولایت کې داسې چلندکړی دی.

د یوه ځوان د ویښتو پرې کولو تازه ویډیو
د یوه ځوان د ویښتو پرې کولو تازه ویډیو

خو د دغه شان ویډیو ګانو خپرېدو سره د یو شمېر کابل ښاریانو اندېښنې او غبرګونونه راپارېدلي دي.

‎د کابل ښار اوسېدونکی عبدالله احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې دا شان کړنې به د خلکو او د طالبانو د حکومت تر منځ واټن لا زیات کړي.

احمدزی وایي:" دا کړنې که همداسې دوام ومومي نو بیا به د ولس او حکومت تر منځ واټن رامنځته شي چی بیا به یې جبران په راتلونکي کې ناشونی وي ښه به دا وي چې اسلامي امارت ولسونه ځان ته نږدې کړي نه دا چې په وړو -وړو خبرو یې له ځانه لرې کړي."

د کابل ښار بل اوسیدونکی بادام احمدزی وایي:" ‎دا یو بد حالت دی چې کله د اسلامي امارت مشران یو فرمان ورکړي او توصیه کوي خو ټېټ پوړي کسان یې نه پر ځای کوي او سرغړونه ورنه کوي دا به ډېره سخته شي او ښه پایله به ونه لري."

‎دوی وایي که د طالبانو حکومت د خپل سرو کسانو د دا شان کړنو مخه ونه نیسي خلک به لا قهرجن شي ځکه په خبره یې اوس مهال خلک له اقتصادي پلوه سخت ځپل شوي او له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په خواله رسنیو کې همدې ته ورته بله ویډیو هم خپره شوه چې کابل ښار کې یو طالب یو ځوان مخې ته درولی او په عام محضر کې د سړک پر سر یې د سر ویښتان په دې تور ور پرې کوي چې ګواکې په پنځمه امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په غلا نیول شوی دی؛ هغه څه چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر هم ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي چې هغه کس په غلا نیول شوی وو او په حوزه کې یې ويښتان قیچي شوي.

‎خو په دې ویډیو کې شور او ګڼه ګوڼه لېدل او اورېدل کېږي، دوه ماشومان هم ښکاري چې له سیمې تېریږي او د یوه شاته د ښوونځي بیک پروت دی، ان دا چې یو کس د ویډیو اخیستونکي شخص ته خطاب کې وایي چې دا کس د مجاهدینو «طالبانو» نوم بدوي.

‎دا ویډیو پر خواله رسنیو زیاته خپره او غبرګونونه یې درلودل، تر دې چې د ځینو طالب چارواکو هم په خپلو ټویټر پاڼو لیکي و چې دا ډول کړنو مخه باید ونیول شي.

په کابل ښار کې یو طالب د یوه ځوان ویښته په دې تور ور پرې کوي چې غلا یې کړې ده
په کابل ښار کې یو طالب د یوه ځوان ویښته په دې تور ور پرې کوي چې غلا یې کړې ده

‎بل خوا یوه مدني فعاله او د کابل اوسېدونکې مونسه مبارز بیا وایي طالبان په خبرو کې یو څه او په عمل کې بل څه د دې لپاره کوي چې د خپلو هغو ځواکونو زړونه وساتي او ملاتړ یې له لاسه ور نه کړي د کومو دلایلو لپاره یې چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو په لیکو کې وجنګول.

مونسه وایي:" د څو سرتېرو د ذهنیت د ساتلو لپاره چې لا هم په جګړه کې ودرېږي او د دې لپاره چې دوی ځانونو په یو متزلزل حالت کې ګوري اوس اړ دي چې د ږیرې، د غیر اسلامي جامو او موسیقۍ په نوم د خلکو ځورول پیل کړي، په همدې خبرو او ارزښتونو یې خپل سرتېري د جګړو لیکو ته راوستي وو، په همدې ارزښتونو یې د سرتېرو پلار او مور ته قناعت ورکړی چې اولادونه یې د خپلو شخصي ګټو لپاره د قربانۍ لپاره راولي."

‎اغلې مبارز هم د طالبانو له حکومته غواړي چې د دې ډول کړنو مخه ونیسي ځکه په خبره یې د هېواد دننه او په نړیواله کچه سیاسي او ټولنیزې ستونزې لا زیاتوي.

‎هڅه مو وکړه طالبانو ته د منسوبو کسانو د دغه شان کړنو د ترسره کېدو په تړاو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت ویاند او دحکومت ویاندویانو ذبیح الله مجاهد او بلال کریمي نظر واخلو، خو نوموړو زموږ پوښتنو ته ځواب را نه کړل.

‎خو څو ورځې وړاندې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف وزارت له لورې په یوه کوچنۍ خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې توصیوي چېک پاینټونه یې ځکه جوړ کړي چې یوازې د توصیې تر حده به خلکو ته د ږیرې، موسیقۍ، د ښځو شرعي محرم او نورو مسایلو په اړه سپارښتنې او د جماعت په وختونو کې خلک جوماتونو ته رهنمایي کول وي.

XS
SM
MD
LG