د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

د ټینس لومړی نمبر لوبغاړی د استرالیا په اوپن سیالیو کې له ګډونه بې برخي شو


نوواک جوکووېچ
نوواک جوکووېچ

د نارینه وو په برخه کې د نړی د ټینس لومړی نمبر لوبغاړی نوواک جوکووېچ د استرالیا په اوپن سیالیو کې له ګډونه بې برخي شو.

جوکووېچ د چهارشنبی په ورځ استرالیا ته لاړ ترڅو د ټینس په اوپن سیالیو کې په برخی اخیستلو سره له خپلی اتلولی دفاع وکړی، خو د هغه په ویزې کې د ستونزو له امله، استرالیا ده ته اجازه ور نه کړه چې د ملبون ښار ته دننه شي.

جوکووېچ چې ۹ ځله د استرالیا د ټینس اوپن سیالیو اتلولۍ یې ګټلي، د روغتیایی ادارو له لورې د ورکړل شوي جواز له مخې یې د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین له کولو پرته په دغو سیالیو کې د ګډون اجازه ترلاسه کړې وه او د دغه دې کار په استرالیا کې ګڼ غبرګونونه راپارولي.

دا په داسی حال کې دی چې د استرالیا په اوپن سیالیو کې ډېر ګډون کوونکو لوبغاړو د کرونا ضد واکسین کړی او یا یې د معافیت معتبر سند وړاندې کړی، خو جوکووېچ تراوسه داسې کوم سند رسنیو ته نه دی ښودلی.

ټاکل شوې د روان کار د استرالیا د ټینس اوپن سیالۍ د جنوری میاشتې په ۱۷مه د ملبورن په ښار کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG