د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

د خبریال فهیم دشتي مېرمن: خاوند او ورور مې د 'ISI' د غړو له خوا ووژل شول


خبریال فهیم دشتي مېرمن
خبریال فهیم دشتي مېرمن

د ملي مقاومت جبهې د پخواني وياند فهيم دشتي مېرمنې د خپل خاوند د مړينې په اړه نوې تورونه 'ادعاوې' کړي دي.

سیارې دشتي ازادي راډیو سره به مرکه کې ویلي، له پلټنو وروسته څرګنده شوه چې د فهيم دشتي په وژلو کې پاکستانيانو لاس درلود.

سیاره دشتي وايي، خاوند یې فهیم دشتي او ورور یې جنرال عبدالودود ذره په پنجشیر کې د طالبانو پرضد جګړه کې ووژل شول او بلاخره له ۲۲ کاله ګډ ژوند ورسته کونډه شوه.

سیار دشتي زیاتوي، د ملي مقاومت جبهې، یو شمېر بهرنیو بنسټونو او سیاستوالو او دغه شان فرانسې د فهیم دشتي او جنرال عبدالودود ذره د وژل کېدو د څرنګوالي په څېړنه کې همکاري کړې ده.

هغه ادعا چې په خپلواکه توګه د هېڅ بهرني بنسټ او د فرانسې حکومت د کومې ادارې یا چارواکو له خوا نه ده تایید شوې.

نوموړې ادعا کوي چې څېړنو ښودلې، خاوند یې فهيم دشتي تر وژل کېدو مخکې د پاکستان د استخباراتي ادارې يا 'ISI' د غړو له خوا نيول شوى او بيا وژل شوى دى.

سیاره دشتي زیاتوي: "بېلابېلو روایتونه شته، خو تر ټولو معتبر معلومات چې زما د خاوند د شهادت د څرنګوالي په اړه مې ترلاسه کړل دا دي چې هغه لومړی نیول شوی او بیا وژل شوی دی او په دې اړه نور جزییات به وروسته شریک کړو."

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر فواد اسلم تردې مخکې دا خبره رد کړې وه چې ګوندې د پنجشیر په جګړه کې پاکستان لاس درلود، په داسې حال کې چې کابل کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې په کې لیدل کېدل، وسله وال په اردو ژبه خبرې کوي او ویل یې چې دوی د جګړې لپاره پنجشیر ته روان دي.

خو په هماغو لومړیو ورځو کې طالبانو ویل چې ښاغلی دشتي د مقاومت جبهې د قوماندانانو خپل منځي نښته کې وژل شوی دی.

سیاره دشتي په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیله لس ورځې وروسته له خپلو دوو زامنو او یوې لور سره پاکستان ته ولاړه.

نوموړې وايي چې پاکستان ته له رسېدو وروسته يې د سپټمبر په ١٤مه نېټه وراره، د فهيم دشتي او د هغې د ورور جنرال ودود ذره له وژل کېدو خبره کړه.

اغلې دشتي له خپل خاوند سره د خپلې وروستۍ لیدنې په اړه وايي: "شپږ ورځې شوې وې چې طالبانو کابل نیولی و او زه له هغوی سره پنجشیر ته لاړم. خپل ورور او فهیم جان مې پنجشیر ته ځان سره بوتلل، ځکه ویل کېدل چې که په موټر کې ښځه وي، نو په لاره کې هېڅ خنډ نه وي. يعنې طالبانو بیا تلاشي نه کوله، نو ځکه کله چې یې پرېکړه یې وکړه پنجشير ته ولاړ شي، ما ورته وويل چې زه هم له تاسو سره پنجشېر ته ځم."

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اجرائیوي رییس او د فهیم دشتي نږدې ملګری صدیق‌الله توحیدي هم د فهیم دشتي او جنرال عبدالودود ذره د وژل کېدو په تړاو د سیارې دشتي په خبرو د تایید مهر لګوي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اجرائیوي رییس او د فهیم دشتي نږدې ملګری صدیق‌الله توحیدي
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اجرائیوي رییس او د فهیم دشتي نږدې ملګری صدیق‌الله توحیدي

ښاغلی توحیدي هم ادعا کوي چې دوی لومړی د پاکستاني پوځیانو له خوا نیول شوی، پوښتنې او تحقیقات ورنه شوي او بیا په ډزو وژل شوی دی.

نوموړی وايي: "دوی د یوې ډلې له خوا له عام سړک نیول کېږي؛ هغه ډله چې ویل کېږي د طالبانو په یونیفورم کې پاکستانیان وو، یو کور ته وړل کېږي، څو ساعته ترې پوښتنې او تحقیقات کېږي، د څېړونو پر مهال فهیم دشتي په پښه په ډزو ولي او هغه خپله پښه په هغه دستمال چې تل به ورسره و تړي. بيا يې راولي د پنجشېر سیند غاړې ته د "دريا بار" په نامه يو پسرلني رسټورانت دى، د دې رسټورانټ شاته، تقریباً په سل یا یو نیم سل مترۍ کې ډزې پرې کوي، دا نو داسې حالت دی چې د طالبانو اصلي قطعې لا نه دي ننوتي."

په دې تړاو د یکشنبې په ورځ د جدي په ۱۲مه نېټه د افغانستان د مشرانو جرګې د پخواني مرستیال محمد علم ایزدیار یو غږیز کلېپ هم په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی چې په کې ویل شوي چې د فهیم دشتي او د مقاومت جبهې د مالي او اداري رییس جنرال ودود په موټر برید نه دی شوی.

د ايزديار په وينا، د فهيم دشتي او جنرال ودود موټر د دوی له دوو ساتونکو سره د طالبانو له خوا د دشتک – تاواخ په لاره درول شوی و چې د سړک غاړې ته په ډزو تر وژل کېدلو وروسته په یو ډله ييز قبر کې خښ شول.

د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال محمد علم ایزدیار
د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال محمد علم ایزدیار

خو د ښاغلي دشتي کورنۍ د نوموړي دا څرګندونې رد کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د فهیم دشتي د کورنۍ د ادعاوو اړه ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي: "دا ادعا په ځواب ویلو نه ارزي."

خو په لومړیو ورځو کې دوی ویلي و چې فهیم دشتي د مقاومت جبهې د قوماندانانو په خپل منځي شخړه کې وژل شوی هغه ادعا چې مقاومت ملي جبهې رد کړې وه.

فهیم دشتي د ملي مقاومت جبهې مخکینی ویاند د روان کال د سنبلې په ۱۴ ننېټه ووژل شو.

فهیم دشتي خبریال، د سیاسي چارو شنونکي، رسنیز سلاکار و او یوه موده هم د خبریالانو د ټولنې مشر و.

نوموړی احمدشاه مسعود او په دې وروستیو کې یې زوی احمد مسعود ته هم نیږدې پاتې شوی و.

د فهیم دشتي مېرمن او درې ماشومان اوس په البانیا کې دي او ټاکل شوې چې ژر کانادا ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG