د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۴۱

امریکا کې د کرونا پېښې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې تر یو میلیون مثبتو پېښو واوښتې


د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې د دوشنبې په ورځ د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په متحد ایالاتونو کې یومیلیون او اتیا زره دوه سوه یولسو کسان په کرونا وبا اخته شول چې دا شمېره تراوسه په یوه شپه او ورځ کې بې سارې ده

د امریکا په متحد ایالاتونو کې د کرونا وبا شمېرې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې تر یو میلیون مثبتو پېښو واوښتې.

دا بې سارې شمېرې څو ورځې وروسته تردې اعلان شوې چې د روغتیا نړیوال سازمان د نوي میلادي کال په درشل کې ټولې نړۍ ته د کرونا په خاطر خبرداری ورکړی و او ویلي یې و که خلک ژر تر ژره د واکسین غم ونه خوري یوه سونامي به رامنځته شي.

چارواکي خبرداری ورکوي چې په متحدایالاتونو کې د کرونا د اومېکرون بڼې د اوج وخت لا نه دی راغلی، راروان دی.

د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې د دوشنبې په ورځ د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په متحد ایالاتونو کې یومیلیون او اتیا زره دوه سوه یولسو کسان په کرونا وبا اخته شول چې دا شمېره تراوسه په یوه شپه او ورځ کې بې سارې ده او تر بل هر وخت لوړه ده.

د متحد ایالاتونو په دې نوېو شمېرو کې د راپورونو له مخې غوڅ اکثریت د اومېکرون بڼه ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر مخکې خبرداری ورکړی و چې د کرونا اومېکرون او ډېلټا بڼې به نړۍ له یوه سونامي سره مخامخ کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانو ګیبریسوس
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانو ګیبریسوس

ټېډروس ادهانوم ګیبریسسوس د نوي کال په درشل کې په جنیوا کې وویل: "د اوس لپاره ډېلټا او اومېکرون دوه ګوني ګواښونه دي چې مثبتې پېښې ډېرې زیاتوي او یوځل بیا د بسترېدو او مړینې شمېرې لوړوي. زه ډېر زیات اندېښمن یم، که اومېکرون چې ډېر ژر خپریږي، له ډېلټا سره یوځای په یوه وخت په خپرېدو وي سونامي به رامنځته کړي."

سربېره پردې چې د امریکا په متحد ایالاتونو کې د دوشنبې د ورځې د کرونا مثبې پېښې بې سارې دي، خو داسې اټکل کېږي چې دا پېښې به تر دې ډېرې زیاتې شي.

د امریکا په متحد ایالاتونو کې د کرونا وبا د مخنیوي سلاکار ډاکټر انتوني فیوچي وایي، پېښې به زیاتې شي او د مثبتو پېښو د اوج وخت ته لا څو اونۍ پاتې دي.

په متحد ایالاتونو کې دا ځل د زیاتو پېښو سربیره د تلفاتو شمېرې کمې دي.

د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې تېره اوونۍ په متحد ایالاتونو کې د اوو ورځو په ترڅ کې د کرونا د قربانیانو شمېراته زره شپږ سوه دوه پنځوسو ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG