د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

نړۍ کې د اومېکرون چټک خپرېدل؛ طالبان: د کرونا ویروس د دې بڼې د تشخیص دستګاه نه‌لرو


ارشیف؛ د افغان جاپان روغتون
ارشیف؛ د افغان جاپان روغتون

په داسې حال کې چې د اومېکرون په نوم د کرونا ویروس نوې بڼه په چټکۍ سره نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده او د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي چې د کرونا ویروس له نوې بڼې سره د مبارزې لپاره چمتووالی ونیسي، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي تر اوسه د اومېکرون د تشخیص دستګاه نه‌لري.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژبر د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د مرغومې ۱۳» ازادي راډیو ته وویل، د اومېکرون د تشخیص د وسایلو برابرولو لپاره هڅې پیل شوي او دوی د روغتیا له نړیوال سازمان څخه غوښتي چې د یاد ویروس د تشخیص وسایل دې د دوی په واک کې ورکړي.

هژبر وویل: "د کرونا وایروس د تشخیص لپاره ۴۰ زره کیټونه په واک کې لرو، خو د کرونا وایروس د اومیکرون بڼې د تشخیص لپاره پرمختللو ماشینونو ته اړتیا لرو. د روغتیا نړیوال سازمان سره په وروستۍ اړیکه کې موږ ترینه وغوښتل چې دا ماشینونه دې موږ ته راکړي او دوی هم ژمنه وکړه، ان شاء لله د جنوري میاشتی تر وروستیو به دا ماشین موږ ته راکړل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وایروس له امله په افغانستان کې د پنځو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت چارواکي وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۸۹۲ اخیستل شویو ټیسټونو، ۴۴ هغه یي مثبت وو.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي چې له اسد میاشتې تر عقرب میاشتی په کرونا د اخته کسانو شمېر مخ په کمېدو وو، خو په وروستۍ میاشت کې دا شمېر یو څه ډیر شوی، خو دا لا نه ده معلومه چې په نویو ناروغانو کې د اومیکرون بڼې کسان هم شامل دي که نه.

د کرونا وایروس اومیکرون بڼه لومړی ځل په افریقایي هېوادونو کې ثبت شوه او اوس په چټکۍ سره په نړۍ کې خپریږي.

په همدې حال کې د افغان- جاپان روغتون مسوولان چې په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو د درملنې تر ټولو لوی مرکز دی وایي، په وروستیو اونیو کې هره ورځ له ۴۰ تر ۵۰ د کوویډ-۱۹ ناروغان دغه روغتون ته ورځي.

په کابل کې افغان جاپان روغتون د کوویډ-۱۹ د درملنې تر ټولو لوی مرکز دی
په کابل کې افغان جاپان روغتون د کوویډ-۱۹ د درملنې تر ټولو لوی مرکز دی

د افغان- جاپان روغتون رئیس په دغه هېواد کې د کرونا د اومیکرون بڼی احتمالي ګواښ ته اندېښمن دی.

د دغه روغتون رییس زلمی رشتین ازادۍ راډوی ته وویل: "تر اوسه زموږ په روغتون کې د کرونا د اومیکرون بڼه نه ده تشخیص شوي او موږ یې د تشخیص لپاره په روغتون کې وسایل هم نه لرو. "

د طالبانو حکومت د عامی روغتیا وزارت مسوولان وایي، تر دی دمه په دغه هېواد کې ۷ ملیونه او ۴ لکه کسانو ته د کرونا ضد واکسین شوی چې له دې شمېر دوه ملیونه او ۷ لکه کسان پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته واکسین شوي دي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان د تازه معلوماتو پر بنسټ، تر یوې اوونۍ دمخه په افغانستان کې څلور میلیونه او شپږ لکه کسانو ته د کرونا ضد واکسین شوی.

د طالبانو حکومت د عامې ورغتیا وزارت له خلکو غواړي چې په کرونا وایروس له اخته کېدو د مخنیوي لپاره دې د روغتیایي مسایلو د په پام کې نیولو ترڅنګ، د کرونا ضد واکسین هم وکړي.

XS
SM
MD
LG