د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۹

کابل کې پېشګام لوبډلې د تکواندو د سولې کپ اتلولۍ خپله کړه

ارشیف، عکس تزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزیني بڼه لري

په کابل کې پېشګام لوبډلې د تکواندو د سولې کپ سیالیو اتلولي خپله کړه.

د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د رسنیو برخې غړي مجیب قاري زاده نن شنبه (د مرغومې په ۱۱مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه سيالۍ د اسدي ورزشي کلپ په کوربتوب د پنځو ټيمونو او ٣٧ ورزشکارانو په ګډون اوونۍ وړاندې پیل شوې وې چې تېره ورځ پای ته ورسېدې.

د نوموړي په خبره، د دغو سياليو اتلولي پیشګام لوبدلې په خپل نوم کړه، منير احمد لوبدلې دوهم او دینارخېلو لوبډلې په ترتيب سره دوهم او درېيم ځایونه خپل کړل.

د یادونې وړ ده چې د پیشګام لوبډلې غړی مشعل جلالي د دې سیالیو غوره لوبغاړی وټاکل شو.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG