د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

نوی ۲۰۲۲ کال؛ عام افغانان روان وضعیت ته په پام، دې کال ته څه هیلې لري؟ 


د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

د ۲۰۲۲ زېږدیز کال لومړۍ ورځ، عام افغانان روان وضعیت ته په پام ورته څه هیلې لري؟

څلوېښت کلن عبدالودود د غزني ولایت اوسېدونکی دی وايي: "انشاًالله کال به ښه وي که ځینې کارونه وشي، لکه د انکشافي پروژو بیا پیل، د ښونځیو خلاصېدل، له نړیوالو سره د اړیکو جوړېدل او نور کارونه، خو که دا کارونه ونه شي بیا به یو بد کال وي، ځکه اقتصادي ستونزې دي او خلک له فقر سره مخ دي، بد حالت روان دی چې ډېر دردونکی دی."

شېبا بیا د کابل ولایت اوسېدونکی او په یو خصوصي پوهنتون کې استاده ده.

نوموړې وايي: "۲۰۲۲ کال کې له بده مرغه د افغانستان خلک نه پوهېږي چې څه ډول برخلیک سره به مخ کېږي؟ هره شېبه د جګړې، بې وزلۍ، د ښځو په کور ناستي، د نجونو ښونځیو ته د نه تګ له ګواښونو سره مخ دي، هغه ګواښونه چې دا کال یې زموږ ذهن کې تیاره کړی، خو موږ هیله لرو چې دا کال له څنګه چې موږ یې تصور کوو نه وي، د ازادۍ کال وي، د ډودۍ کال وي، د کار کال وي او د خلکو د ژوند د ښه کېدو کال وي."

د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د پیل لوی توپیر ۲۰۲۱ سره افغانانو ته دا دی چې دغه هېواد کې جمهوري نظام ړنګ شوی او طالبان یو وار بیا په ټول هېواد واکمن دي.

خو له تېرو نېږدې پنځو میاشتو راهیسې، تر اوسه د نړۍ یو هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

پیسې یې کنګل شوي چې له امله یې هم حکومت او هم خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

نجونو ته له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ده شوې او د لوړو زده کړو دولتي تحصیلي ادارې هم تړلې پاتې دي.

بې روزګاري په ټوله کې زیاته شوې، خو ډېری په کور ناستې ښځې دي.

د سیاسي چارو یو شمېر افغانان شنونکي روان وضعیت او ستونزو ته په پام سره ۲۰۲۲ کال د افغانستان لپاره ښه نه بولي.

د سیاسي چارو پوهه او په ناروې کې پخوانۍ افغان سفیره شکریه بارکزۍ وايي، افغانستان به په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې هم احتمالاً له اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ناورین سره مخ وي، مګر دا چې په خبره یې اصلاحات راشي.

د سیاسي چارو پوهه او په ناروې کې پخوانۍ افغان سفیره شکریه بارکزۍ
د سیاسي چارو پوهه او په ناروې کې پخوانۍ افغان سفیره شکریه بارکزۍ

نوموړې زیاتوي: "احتمالاُ افغانستان به په راتلونکي ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې له اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو بحران سره مخ وي، د افغانستان اوسنی نظام له نړیوال مشروعیت څخه برخمن شوی نه دی، زه فکر نه کوم چې دې نه ورسته هم کوم ملک دې ته لېواله شي، پرته له دې چې اصلاحات راشي."

خو د طالبان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز مشر، سره له دې چې دا مني چې ۲۰۲۲ زېږدیز کال به د افغانستان لپاره له اقتصادي اړخه له ستونزو او کړوانو سره مل کال وي، خو هیله ښيي چې ډېر ژر به دوی له دې کړاونو راووځي او په خپلو پښو ودرېږي.

ولې الله شاهین دې موضوع ته په پام ازادي راډیو ته وویل، دا سمه ده چې د دوی حکومت تراوسه د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو په خبره یې د نړۍ له اکثرو ملکونو سره فعال ډپلوماټیکې اړیکې موجود دي.

طالبان هیله ښيي چې ډېر ژر به دوی له دې کړاونو راووځي او په خپلو پښو ودرېږي.
طالبان هیله ښيي چې ډېر ژر به دوی له دې کړاونو راووځي او په خپلو پښو ودرېږي.

نوموړی وايي: د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت د رسمیت پېژندنې پر وړاندې هېڅ ډول قانوني موانع نشته، ولې موږ اوس هم له اکثرو ملکونو سره فعاله ډپلوماټیکې اړیکې لرو، سږ به بې له شکه له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مل کال وي، خو امید دی چې ډېر ژر به له دغو ستونزو او کړاونو انشاالله چې راووځو او په خپلو پښو به ودرېږو."

ښاغلی شاهین وايي، اساسي ستونزه دا ده چې امریکایانو او غربي هېوادونه د شلو کلونو په اوږدو کې د افغانستان د ولس په مقابل کې ناروا جګړه کړې او میلیاردونه ډالر یې لګولي، اوس د ده په خبره دا هېوادونه خپلو خلکو ته د دوی د وژل شوېو اولادونو او بې ځایه لګولو شوېو پیسو ځواب نه شي ویلي.

نو ځکه په خبره یې هڅه کېږي چې د دوی حکومت ژر په رسمیت ونه پېژني.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو بیا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره، د ټول ګډون حکومت د جوړولو، د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو حقونو ته د درناوي، نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار د اجازې ورکولو او له ترهګرو ډلو سره د پرېکون شرطونه ایښي دي.

هغه شرطونه چې د طالبانو حکومت وايي، موږ پوره کړي او ورته کار کوو خو نړیوال یې تر اوسه نه دي قانع کړي.

XS
SM
MD
LG