د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۷

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله نن له هند سره لوبه لري

له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله
له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله نن له خپلو هندي سیالانو سره لوبه لري.

دا لوبه په دوبۍ کې ده چې د افغانستان په وخت به له غرمې مخکې په ۱۰ بجو پيل شي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې د دې لوبې ګټونکی ټيم تر ډېره پورې بل پړاو یا سیمي فاینل ته د تلو چانس ترلاسه کوي.

هوتک وویل: "افغان لوبډله به په بشپړ چمتووالي سره د هند پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي. دواړو ټیمونو له دوو لوبو یوه یوه ګټلې او دا لوبه ځکه مهمه ده چې په ګټلو سره‌یې بل پړاو ته د تګ ډېر چانس ترلاسه کوي."

د ۱۹ کلنو نه د کم‌عمره ملي ټیمونو اسیايي جام لوبې په متحده عرب اماراتو کې د اتو لوبډلو په ګډون څو ورځې مخکې پيل شوي.

افغانستان یوه لوبه پاکستان ته بایللې او یوه‌یې له کوربه متحده عرب اماراتو نه په لوړ توپیر ګټلې.

XS
SM
MD
LG