د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

کرکټ؛ تر ۱۹ کلنو کم­ عمره افغان لوبډله سبا دوشنبه هند سره مخ کیږي


د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم­ عمره لوبډله
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم­ عمره لوبډله

ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم­ عمره لوبډله سبا دوشنبه د هند له ټیم سره مسابقه وکړي.

د اسیايي جام دغه مسابقه چې د افغانستان درېیمه هغه کېږي، په دوبۍ کې د افغانستان پر وخت د سهار لس بجې پیلېږي.

د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم ­عمره لوبډلې له کوربه هېواد، متحده عرب اماراتو پرونۍ مسابقه د ۱۴۱ منډو په توپیر وګټله، خو خپله لومړۍ مسابقه یې پاکستان ته بایللې ده.

د اسیايي جام مسابقې چې اته هېوادونه په کې ګډون لري او تر را روانې جمعې چې د ډسمبر میاشتې ۳۱مه کېږي دوام کوي.

د افغانستان لوبډله د جنورۍ پر لومړۍ نېټه وېسټ انډیز ته ځي چې هلته به تر ۱۹ کلنو د کم ­عمره لوبغاړو د نړیوال جام په سیالیو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG