د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۶

هند د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین د تقویتي ډوز ورکول پیلوي


هند کې یوه ناروغې مېرمن ته د کرونا ضد واکسین کیږي.
هند کې یوه ناروغې مېرمن ته د کرونا ضد واکسین کیږي.

هند په پام کې لري په راروانه جنورۍ میاشت کې د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین د تقویتي ډوز ورکول پیل کړي.

د دغه هېواد صدراعظم ناریندرا مودي پرون شنبه(د مرغومي ۴مه) وویل چې د جنورۍ له لسمې به دغه تقویتي ستن روغتیايي کار کوونکو او هغو کسانو ته ولګول شي چې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې پر لومړۍ کرښه کار کوي.

ښاغلي مودي زیاته کړه چې د جنورۍ له درېیمې نېټې به په هند کې د کرونا ضد واکسین هغو کسانو ته هم لګول کېږي چې عمرونه یې د ۱۵ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په هند کې د کرونا ویروس ۳۴ میلیونه او څه کم اته لکه مثبتې پېښې او په دې ویروس د ۴ لکه او ۷۹زره ۵۲۰ کسانو مړینه ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG