د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

کرکټ؛ تر ۱۹ کلنو کشرې افغان لوبډلې متحده عرب اماراتو ته ماته ورکړه


له ۱۹ کلنو کشره لوبډله
له ۱۹ کلنو کشره لوبډله

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کشرې لوبډلې په اسیایي جام کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان په خپل بیټنګ سره سیالې لوبډلې ته د ۱۹۶ منډو هدف وټاکه، خو د اماراتو ټول لوبغاړي په ۱۵م اوور کې وسوځېدل او یوازې ۵۴ منډې یې جوړې کړې.

له دې سره افغان لوبډلې په ۱۴۱ منډو بریا خپله کړه چې په دې جام کې یې لومړنۍ بریا ده.

د افغانستان تر ۱۹ کلنو کشره لوبډله چې پاکستان ته یې لومړنۍ لوبه بایللې، بل سبا له هند سره مخامخ کېږي.

XS
SM
MD
LG