د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۳۴

تاجکستان کې د افغانستان سفیر: د طالبانو حکومت ته ۸ لکه ډالر بېرته نه ستنوم


په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمدظاهر اغبر
په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمدظاهر اغبر

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر د طالبانو حکومت ته د نژدې ۸ لکه امریکايي ډالرو د بېرته ستنولو غوښتنه رد کړه.

محمدظاهر اغبر پرون جمعه (د مرغومې ۳مه) په دوشنبې ښار کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او هغوی حق نه لري چې د پیسو د بېرته ورلېږلو غوښتنه وکړي.

اغبر زیاته کړه: "دوی څوک دي چې له موږه دا پیسې بېرته غواړي؟ د افغانستان سفارت، بیا هم تکراروم یو کوچنی کور دی، افغانستان دلته دی. دلته ۱۰ زره متر مربع ځمکه، ودانۍ، ډپلوماټان او خلک زموږ سره دي. موږ ممکن ډېرې پیسې پیدا کړو او د افغانستان د خلکو خدمت پرې وکړو."

اغبر وايي، طالبان څوک دي چې له موږه دا پیسې بېرته غواړي؟
اغبر وايي، طالبان څوک دي چې له موږه دا پیسې بېرته غواړي؟

اغبر په عین حال کې تائید کړه چې د طالبانو حکومت د دغو پیسو چې ۷ لکه او ۸۶ زره ډالره دي، د بېرته ورستنولو په اړه لیک ورلېږلی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په دې اړه چې د دوی حکومت دې په تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته لیک لېږلی وي، بې خبري څرګنده کړه.

ویل کېږي چې دا پیسې د جمهوري نظام له پرزېدو وروسته ظاهراً سهواً په دوشنبې کې د افغانستان سفارت ته استول شوي دي.

XS
SM
MD
LG