د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۳

بریتانیا: پر 'اومېکرون' د اخته کسانو د بستري کېدو احتمال لږ دی

بریتانیا
بریتانیا

د بریتانیا د عامې روغتیا ادارې پرن جمعه(د مرغومې ۳مه) اعلان وکړ چې لومړنۍ نښې او احصایې ښيي چې د کرونا په اومېکرون بڼې د اخته شوېو کسانو د بستري کېدو احتمال لږ دی.

د بریتانیا د روغتیا د ملي ادارې یا (این ایچ ایس) د راپور له مخې، د کرونا د ډېلټا پرتله پر اومېکرون بڼې د اخته شوېو کسانو د بستري کېدو احتمال له ۵۰ تر ۷۰ سلنې لږ دی.

د دې ادارې له څېړنو سره سم، سره له دې چې د اومېکرون بڼې شدت لږ دی، خو د کرونا تر نورو بڼو ژر خپرېږي او د واکسینونو پر وړاندې یې مقاومت ډېر دی.

څېړونکي وايي، دا چې د څېړنو پر اساس تراوسه د کرونا د اومېکرون بڼې له کبله د ناروغۍ شدت کم دی یا یې له کبله مړینې کمې ښودل کېږي، ښايي له دې سره هم تړاو ولري چې اوس ډېرو خلکو واکسین کړی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG