د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

طالبان: له خپلو لیکو مو تراوسه ۱۹۸۵ تنه تصفیه کړي، دا لړۍ دوام لري


ارشیف، وسله وال طالبان
ارشیف، وسله وال طالبان

طالبان وايي چې له خپلو لیکو یې تراوسه پورې شااوخوا دوه زره تنه تصفیه کړي او دې لړۍ ته دوام ورکوي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د دفاع وزارت تر څارنې لاندې د صفوفو د تصفیې کمېسیون چې څه موده پخوا جوړ شوی او ټولو ولایتونو کې یې کار پیل کړی، د طالبانو له لیکو هغه مغرض او مفسد کسان چې د امارت په نوم او د طالبانو له جامې څخه په استفادې ظلم او فساد کوي، د اسلامي امارات او اردو له لیکو وباسي.

خوارزمي زیاته کړه: "کوم راپور چې تر نن شپې پورې موږ درلود دقیقاً ۱۹۸۵ تنه ایستل شوي او هغه کسان چې په فساد او غلا تورن شوي وو، د قانون منګولو ته سپارل شوي او دا کمېسیون له دې ایسته هم خپل کار ته په جدیت دوام ورکوي چې یوه منظمه اردو جوړه شي او هېڅوک ونه شي کړای چې د مجاهد له نوم او له جامو ناوړه استفاده وکړي او زموږ پر هېوادوالو ظلم او زیاتی وکړي."

د طالبانو د تصفيې کمېسیون بیا ویلي چې يو شمېر کسانو چې ټاکل شوې وه تصفیه شي، په خپله د دوی لیکې پريښي دي.

کمېسيون ادعا لري چې د تېر حکومت د يو شمېر پاتې شونو په ګډون ځينې فاسدې ډلې سوداګر ځوروي او پانګوال له هېواده تېښتې ته مجبوروي.

د طالبانو د تصفيې کمېسیون بیا ویلي چې يو شمېر کسانو چې ټاکل شوې وه تصفیه شي، په خپله د دوی لیکې پريښي دي.
د طالبانو د تصفيې کمېسیون بیا ویلي چې يو شمېر کسانو چې ټاکل شوې وه تصفیه شي، په خپله د دوی لیکې پريښي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت په بېلابېلو ولايتونو کې خپلو جنګیالیو او د امر بالمعروف وزارت غړیو ته له خلکو سره د ښه چلند په اړه روزنیز کورسونه دایر کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاندوايي، کوم کسان چې د دوی له لیکو ایستل شوي، یوازې عادي پلي سرتېري نه دي بلکې د هغوی په منځ کې جګپوړي کسان هم شته چې د ظلم او بې رحمۍ په وجه ایستل شوي دي.

راپورونه وايي چې د طالبانو له لوري له خپلو لیکو په ایستل شوېو کسانو کې د ځینو ولایتونو ريیسان هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG