د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

د ازادي راډیو پر بېلاروسي څانګې د فعالیت کړۍ تنګه، یو خبریال یې هم نیول شوی


د بېلاروسي څانګې خبریال الیح هروزد زیلوویچ په مېنسک کې له بېلاروسي پولیس سره
د بېلاروسي څانګې خبریال الیح هروزد زیلوویچ په مېنسک کې له بېلاروسي پولیس سره

د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې د (ویاسنا) په نوم د بشري حقونو یوه ډله وایي، مخ پټو کسانو پرون پنجشنبه دغه ښار کې د ازادي راډیو د بېلاروسي څانګې خبریال الیح هروزد زیلوویچ ونیوه.

د بشري حقونو د دغې ډلې په راپور کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو دومره ویل شوي چې مخ پټي کسان مېنسک کې د دغه خبریال کور ته ورغلي دي.

دغه خبریال داسې وخت ونیول شو چې پرون د دسمبر په ۲۳مه نېټه د بېلاروس کورنیو چارو وزارت د ازادې اروپا/ ازادي راډیو بېلاروسي څانګه د سخت دریځو سازمانونو په لېست کې شامله کړه.

د بېلاروس د حکومت دغه اقدام دغه هېواد کې د ازادو رسنیو او مدني ټولنو د ځپلو شدت ښيي.

مېنسک کې د ازادي راډیو بېلاروسۍ څانګه، د بېلاروس کورنیو چارو وزارت دا څانګه د سخت دریځو سازمانونو په لېست کې شامله کړه.
مېنسک کې د ازادي راډیو بېلاروسۍ څانګه، د بېلاروس کورنیو چارو وزارت دا څانګه د سخت دریځو سازمانونو په لېست کې شامله کړه.

د محدودیتونو دا لړۍ هغه مهال پیل شوه چې د تېرکال په اګسټ میاشت کې د بېلاروس واکمن الکساندر لوکاشینکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا ادعا وکړه، خو مخالفینو یې دا ټاکنې رد او له درغلیو ډکې وبللې.

هروزد زیلوویچ او د ازادي راډيو د بېلاروسي څانګې دوه نور خبریالان اېنا ستودزینسکایا او الیس داشچینسکي تېره جولای میاشت کې هم توقیف شوي وو.

کله چې دوی خوشې شول، دوو تنو یې وویل، داسې معلومات ورکول شوي چې د یوې نا مشخصې جرمي پیښې په اړه به لا هم مشکوک پاتې کېږي.

په تېره جولای میاشت کې د بلاروس امنیتي ځواکونو پر ازادي راډيو سربېره د یو شمېر نورو ازادو رسنیو خبریالان هم د هغوی د کورنو او دفترونو تر پلټلو وروسته توقیف کړل.

د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو مشر جیمي فلای پرون یو ځل بیا د ازادو رسنیو پرضد د بېلاروس د حکومت اقدام وغانده.

اېنا ستودزینسکایا تېره جولای میاشت کې هم توقیف شوې وه.
اېنا ستودزینسکایا تېره جولای میاشت کې هم توقیف شوې وه.

ښاغلي فلای وویل، پر حقایقو ولاړه راپور ورکونه سخت دریځي نه ده او په خبره یې ژونالیزم هم جرم نه دی.

د بېلاروس حکومت د تېر کال له لانجمنو ټاکنو وروسته د ازادو رسنیو او شااوخوا پنځوسو غیر دولتي سازمانونو تړلو ته اقدام کړی دی.

د بېلاروس د حکومت سیاسي مخالفان او لویدیځ قدرتونه وایي چې د تېرکال ټاکنې د بېلاروس سیاستوالې سویتلانا تیخانوفسکایا ګټلي، خو ځواکمن یې الکساندر لوکاشینکا په درغلیو ځان د شپږم ځل لپاره بریالی اعلان کړی دی.

په بېلاروس کې د همدې لانجو له کبله د حاکم حکومت او لویدیځو هېوادونو ترمنځ اړیکې هم خړې پړې شوي دي.

اروپایي ټولنې، امریکا او کلیدي لویدیځو قدرتونو تراوسه د بېلاروس پر چارواکو او کمپنیو پنځه پړاوه بندیزونه لګولي دي.

دغه بېلاروسي چارواکي په ډموکراسۍ ضد چلند، د بشري حقونو په سرغړونه او له کډوالو په ناوړه استفادې تورن دي.

XS
SM
MD
LG