د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

کرکټ؛ له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله پاکستان سره سیالي کوي


ارشیف
ارشیف

له نولس کلنو د کم عمره کرکټ اسیایي جام لوبې نن په متحد عربي اماراتو کې پیلېږي.

د دې جام په ترڅ کې نن درې لوبې کېږي، افغانستان له پاکستان سره، متحد عربي امارات له هند سره او بنګله دیش له نیپال سره مسابقې لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبډله دې جام ته چمتو ده: "د افغانستان له نولس کلنو څخه کم عمره لوبډله نن د پاکستان له نولس کلنو څخه له کم عمره لوبډلې سره په اسیا جام کې لومړۍ لوبه ترسره کوي پرون هم افغان لوبډلې د دغو سیالیو لپاره تمرینات ترسره کړل او له کابله د دغو سیالیو لپاره له بشپړې چمتوالې سره تللې ده که خدای کوله په ټوله کې به افغان لوبډله په دې اسیایي جام کې ښه وځلیږي."

په دې یو ورځنیو سیالیو کې اته ټیمونو برخه اخېسته ده، افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دیش او سریلانکا هغه لوبډلې دي چې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري؛ د دوی ترڅنګ د کوربه هېواد متحد عربي اماراتو، کویټ او نیپال ټیمونه دي چې تر اوسه یې د کرکټ د نړیوالې شورا دایمي غړيتوب نه دی ترلاسه کړی.

دا لوبې به د ډسمبر تر یودېرشمې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG