د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۶ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

امریکا د کرونا یو میلیونه ډوزه واکسین افغانستان ته لېږل غواړي


د کرونا واکسین
د کرونا واکسین

د امریکا متحد ایالاتونه غواړي چې د کرونا یو میلیونه ډوزه واکسین افغانستان ته واستوي.

اسوشیټېډ پرېس اژانس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا وایي چې د متحد ایالاتونو حکومت پلان لري چې د واکسین دا مرسته په راتلونکو اونیو کې له افغانستان سره وکړي چې له دې سره به د امریکا له لوري د کرونا ټول مرسته شوي واکسین څلور اعشاریه درېیو میلیونو ډوزو ته ورسېږي.

وروسته تردې چې طالبانو کابل نیولی دی، د کرونا وبا د مثبتو پېښو او تلفاتو منظمې شمېرې نه خپریږي، خو روغتیایي چارواکي په دې باور دی چې لا هم کرونا په افغانستان کې ډېره خپره ده او هره ورځ خلک پرې اخته کېږي.

XS
SM
MD
LG