د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

ملګرو ملتونو افغانستان سره د مرستې لپاره د امریکا پرېکړه لیک تصویب کړ


د ملګرو ملتونو امنیت شورا
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغانستان سره د مرستې لپاره د امریکا د متحد ایالاتونو وړاندې شوی پرېکړه لیک تصویب کړ.

د امنیت شورا پنځو دایمي غړیو او لسو غیردایمي غړیو په یوه خوله دا ومنله چې له افغانانو سره دې بشري مرستې وشي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې دا پرېکړه کوي چې د طالبانو د رژیم د کابینې یو شمېر غړي لا هم د ملګرو ملتونو په تور لېست کې داخل دي.

دا پرېکړه لیک په داسې وخت کې تصویب شوی دی چې افغانستان د بشري بحران په درشل کې دی.

امنیت شورا پرون په یوه خوله دا پرېکړه لیک تصویب کړ چې په کې راغلې دي چې د پیسو د ورکړې اجازه ورکوي، همدا راز له نورو مالي او اقتصادي سرچینو څخه د استفادې مخه نه نیسي، د مالونو د چمتو کولو، په وخت د دې مرستو په خاطر د ضروري خدماتو د برابرولو او د داسې فعالتونو حمایت کوي.

فرانس پرېس اژانس څرګندوي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیت شورا د پرېکړې هرکلی کړی دی او وایي چې دا به د افغانستان له اقتصادي وضعیت سره مرسته وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیت شورا د پرېکړې هرکلی کړی دی
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیت شورا د پرېکړې هرکلی کړی دی

بارنټ روبین د افغانستان او جنوبي اسیا د چارو متخصص چې یو وخت د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سلاکار هم و، په دې نظر دی چې اغېزمنې مرستې هغه وخت کیدای شي چې کابل کې یو حکومت وي او له هغه سره نړیوال په ارتباط کې وي.

ښاغلي روبین تیره شپه په ټویتر کې تر دې نوم لاندې، څرنګه په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین مخه نیولی شو، بحث کې دا هم وویل چې د افغانستان اقتصاد له ماتېدو سره مخامخ دی.

روبین زیاته کړه: "ټول اقتصادي سیستم، بانکي سیستم چې هېڅ سم کار نه کوي د ماتېدو په حال کې دي، د ملکي خدماتو چارې د له منځه تلو په حال کې دي او تاسو تعلیم او روغتیایي چارې او نورعامه تاسیسات ترهغو نه شئ سم فعالولی چې ترڅو له حکومت سره معامله ونه کړئ ځکه چې حکومت دا چارې چمتو کوي او تاسو تعلیم، روغتیا او دې ته ورته چارې د غیردولتي موسسو له لورې نه شئ فعالولی."

د افغانستان او جنوبي اسیا د چارو متخصص بارنټ روبین
د افغانستان او جنوبي اسیا د چارو متخصص بارنټ روبین

د اګسټ له پنځلسمې چې طالبانو کابل نیولی دی، نړیوالې ټولنې د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او پر دې وسله والو غږ کوي چې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي او د ټولو افغانانو اساسي بشري حقونه رعایت کړي.

یو شمېر مهمو مرستندویانو خپلې مرستې له افغانستان سره بندې کړي او د افغانستان د مرکزي بنک اسعاري زېرمې یې کنګل کړي دي.

د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک وایي چې د بشري مرستو پرېښودل په افغانستان کې د بنیادي بشری اړتیاو ملاتړ کوي او دا له هغو بندیزونو څخه سرغړونه نه ده چې له طالبانو سره په مربوطو کسانو لګول شوي دي.

د خوړو د نړیوال سازمان د تېرې اوونۍ د سروې له مخې اته نوي فیصده افغانان په افغانستان کې بشپړ خوراک نه کوي او په هرو لسو کورنیو کې اووه کورنۍ خواړه پور کوي چې له دې سره دوی نور هم د بې وزلۍ په لور درومي.

د خوراکي او سونګ موادو او نورو بنیادي توکو بیې لوړې شوي دي چې ډېری خلک یې د پیرلو توان نه لري او د افغانۍ د ارزښت له کمېدو سره پر خلکو فشار نور هم زیات شوی دی.

د روانې میاشتې په پیل کې نړیوال بانک وویل چې مرستندویانو موافقه کړې ده چې هغه دوه سوه اتیا میلیونه ډالر چې افغانستان ته ځانګړې شوې وې او د طالبانو د رژیم په خاطر کنګل شوې وې په افغانستان کې دوو مرستندویه موسسو ته ورکړي چې د بشري بحران مخه پرې ونیسي.

جاپان هم روانه اوونۍ له افغانستان سره د شااوخوا سل میلیونه ډالرو مرستو ژمنه وکړه، خو ویې ویل چې دا پیسې به د نړیوالو مرستندویه موسسو له خوا وویشل شي، نه د طالبانو له لارې.

XS
SM
MD
LG