د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۹ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۷

اسټرالیايي کرکټ لوبغاړی لبوشاني په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ  

د اسټرالیا لوبغاړي
د اسټرالیا لوبغاړي

د اسټرالیا لوبغاړي مارنوس لبوشانې د ټېسټ کرکټ په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

مارنوس په جنوبي افریقا کې زېږېدلی، خو اوس د اسټرالیا لپاره لوبېږي.

نوموړي په ۲۰۱۸ میلادي کال کې خپله لومړنۍ نړیواله ټېست لوبه د پاکستان پر وړاندې وکړه چې تردې دمه یې شل ټېست لوبې کړي دي او د نورو لوبغاړو پرتله یې په کم وخت کې ځان د ټېسټ کرکټ په درجه بندۍ کې لومړي مقام ته ورساوه.

د اسټرالیا لوبډله یوازېنۍ لوبډله ده چې د ټېسټ کرکټ د درجه بندۍ په لسو غوره لوبغاړو کې یې څلور لوبغاړي مارنوس لبوشانې، سټېون سمېټ، ډېوېډ وارنر او ټروېس هېډ شامل دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG