د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

کرونا ویروس امریکا کې د نفوس وده را ټېټه کړې


امریکا؛ نیویارک ښار
امریکا؛ نیویارک ښار

د کرونا ویروس وبا په لومړي کال د امریکا د نفوس وده له کلونو وروسته په لومړي ځل ټیټه شوه.

د متحدو ایالاتونو د احصایې ادارې پرون سې شنبه(د لېندۍ ۳۰مه) وویل، د کډوالو د شمېر د کمېدو، د اومیندوارۍ د ځنډېدو او په کرونا ویروس د سلګونو زره کسانو د مړینو له کبله د امریکا د نفوس وده د ۲۰۲۰ د جولای او د ۲۰۲۱ کال د جولای ترمنځ د ور تېرو کلونو پرتله ټکنۍ شوې ده.

د دې ادارې پر اساس، په یاده موده کې د امریکا نفوس یوازې ۳ لکه ۹۲ زره ۶۶۵ تنه یعنې یو فیصد زیات شوی چې ورسره د متحدو ایالاتونو نفوس ۳ سوه ۳۱ میلیونه او ۸ لکو ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG