د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د نوي ډیلي غونډه؛ ځینې هېوادونه: باثباته افغانستان غواړو


ارشیف، د کابل هوايي ډګر او یو تن وسله وال طالب
ارشیف، د کابل هوايي ډګر او یو تن وسله وال طالب

په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو د همکاريو د سازمان کنفرانس سره هم مهاله هندي رسنيو راپور ورکړی چې نوي ډيلي د یکشنبې په ورځ د 'د هند پيوستون -مرکزي اسيا' تر عنوان لاندې د ناستې کوربه و.

په دې ناسته کې د تاجکستان ، ترکمنستان، ازبیکستان قزاقستان او قرغيزستان هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو ګډون کړی وو او د افغانستان د سياسي مسايلو، سوداګريزې پراختيا او د سيمې د اتصال په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د دې ناستې د اعلاميې په پای کې راغلي، دغه هېوادونه له يو امن او باثباته افغانستان څخه ملاتړ کوي او د افغانستان په خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او د دغه هېواد په داخلي چارو کې پر نه لاس وهنې ټينګار کوي.

په هند کې افغان سفير فرید مامومندزی واي، د ډیلي په ناسته کې په افغانستان کې د بشري حقونو د ناسم وضعيت په پای ته رسولو، په کې د سيمې د هېوادونو پر رول، د افغانستان په امنيتي وضعيت، د ټول شموله نظام پر څرنګوالي او پر سيمه يې اغېز او له افغانستان سره د اقتصادي مرستو په اړه بحث وشو.

په هند کې افغان سفير فرید مامومندزی
په هند کې افغان سفير فرید مامومندزی

مامومندزي زیاته کړه: "دې ناسته کې افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په پای او د سیمې هېوادونو د رول، د افغانستان امنیتي وضعیت او په دې اړه د سیمې هېوادونو پر جدي اقداماتو، د ټول شموله حکومت د جوړېدو په څرنګوالي او په سیمه کې یې د رول او همدا شان له افغانستان سره پر اقتصادي مرستو بحث او خبرې وشوې او اقتصادي مرستې یې هم ټول شموله حکومت پورې مشروطې کړې."

ښاغلی مامومندزی وايي، هند کولی شي د افغانستان بد وضعیت ته په کتو اقتصادي برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سیاسي شنونکي وايي، چې نوي ډيلي کې دا ناسته د مرستو د بسیج لپاره ښه فرصت دی.

افغان سیاسي شنونکي شهزاده مسعود
افغان سیاسي شنونکي شهزاده مسعود

د سیاسي چارو پوه شهزاده مسعود وايي: "له شک پرته چې د سیمې او ګاونډي هېوادونه د افعانستان په قضیه کې رول لري. چین، روسیه او هند باید د افغانستان په اړه واحد لید لوری ولري او ډېر ژر باید د افغانستان په اړه سیمه ییزه اجماع جوړه شي."

هند کې د افغانستان سفارت وایي، هند تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره ۳ میلیارډه ډالره مرسته کړې ده چې دا مرستې بېلابېلې برخې رانغاړي.

XS
SM
MD
LG