د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۹

د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته لاړه 

د کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله
د کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو نه کم عمره لوبډله د اسیايي جام په لوبو کې د ګډون په هدف متحده عربو اماراتو ته ولاړه.

د افغانستان کرکټ بورډ ازادي راډیو ته په یوه پيغام کې ویلي چې دا سیالۍ به د ۸ اسیايي لوبډلو په ګډون د ډسمبر په ۲۳مه نېټه پيل او په ۳۱مه نېټه پای ته ورسېږي.

په پیغام کې راغلي چې د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله به په خپل ګروپ کې د هند، پاکستان او متحده عرب اماراتو سره لوبې وکړي.

د سیالیو له پیل مخکې به په کوربه هېواد کې افغان لوبغاړو ته یو روزنیز کمپ هم جوړ شي.

تر متحده عرب اماراتو وروسته د نولس کلنو کرکټ ټیم په را روانه جنوري کې وېسټ انډیز ته ځي، څو هلته په نړیوال جام کې ګډون وکړي.

د کرکټ د نولس کلنو څخه د کم عمره نړیوال جام سیالۍ د جنورۍ له ۱۴ د فبروري تر پنځمې دوام کوي.

افغان لوبډله په نړیوال جام کې له پاکستان، زیمبابوې او پاپوا نیو ګېنې یا پي ان اجي سره مخ کېږي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG