د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

پاکستان پر کونړ راکټي بریدونه کړي؛ طالبان: پاکستان یې په اړه پوښتو


د کونړ پر غرونو راکټي بریدونه
د کونړ پر غرونو راکټي بریدونه

د تېرې اوونۍ په وروستیو درېیو ورځو کې یو ځل بیا ډیورند کرښې ته نېږدې د کونړ ولایت په ځینو سیمو د پاکستان له لوري د راکټونو د توغولو په اړه راپورونه ورکول کېږي.

دا هغه څه دي چې د کونړ ولایت ځینو اوسېدونکو ازادي راډیو سره خبرو کې مطرح کړي دي.

د کونړ شلتن ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له تېرو درېیو ورځو راهيسې یې پاکستاني ځواکونو پر سیمه د توپونو ډزې کوي.

ځايي اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د توپونو په دې ډزو کې یو کس ټپي شوی او لسګونه څاروي په‌کې تلف شوي، خو د طالبانو د حکومت چارواکي وایي په دې اړه به پاکستان وپوښتي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "په کونړ کې د توعندیو لېږدو پېښه موږ جدي نیولې، پاکستاني چارواکو سره به بیا شریکه شي چې ولې دا پېښې تکرارېږي؟ د دې موضوع لامل به پیدا کوو، زموږ لټه روانه ده."

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد

بل‌خوا راپورونه وايي، د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ په چوګام کلي کې د پنجشنبې په ماښام د ډرون برید هم شوی چې د ځايي اوسېدونکو په خبره په‌کې مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.

تر اوسه څرګنده نه‌ده چې د ډرون دا برید د چا له‌خوا شوی، خو د فرانسې خبري اژانس د پاکستان د طالبانو د تحریک له قوله راپور ورکړی چې یو مشر یې د افغانستان په ختیځ کې د بې‌پیلوټه الوتکې له یو برید روغ وتلی دی.

په راپور کې د پاکستاني طالبانو د تحریک له خولې ویل شوي چې د برید هدف مولوي فقیر محمد و، خو د برید پرمهال په سیمه کې نه‌و موجود.

د پاکستاني سرچینو په وینا د چوګام له کلي څخه پاکستاني طالبان د خپلې اډې په توګه کار اخلي.

د طالبانو د حکومت یو ویاند بلال کریمي فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دا ځمکنۍ برید دی او له ځمکې څخه ځمکې ته د توغول کېدونکي راکټ په وسیله شوی دی.

په کونړ، نورستان او پاکستان ته نږدې نورو ولایتونو سیمو کې د پاکستاني پوځ له لوري د راکټونو د توغولو مساله نوې نه ده، بلکې تر دې وړاندې هم د تېر جمهوري حکومت پر مهال د افغانستان پر خاوره ورته حملې کېدلې چې ډېر کله به یې په غبرګون په کابل کې د نوموړي هېواد سفیر بهرنیو چارو وزارت ته وغوښتل شو، تردې چې وخت نا وخته به له همدې امله پاکستان سره سیاسي اړیکي هم ترینګلي کېدل.

په المان کې د پوهنتون استاد محمد اسحق اتمر وايي، پاکستان تل دا غواړي چې په سرحدي سیمو کې د دوی فشار محسوس شي،
په المان کې د پوهنتون استاد محمد اسحق اتمر وايي، پاکستان تل دا غواړي چې په سرحدي سیمو کې د دوی فشار محسوس شي،

خو لا هم دا راکټي حملې پای ته نه دي رسېدلي.

دا چې پاکستان ولې دغه ډول حملې حاري ساتلي او څنګه یې مخه نیول کېدای شي، د پوځي چارو ځینې کارپوهان وایي، پاکستان د خپلو ستراتیژیکو ګټو او د افغانستان پر حکومتونو د فشار لپاره په تېرو شلو کلونو کې دا ډول حملې کوي.

له دې ډلې افغان پوځي کارپوه او په المان کې د پوهنتون استاد محمد اسحق اتمر ازادي راډیو ته وویل: "پاکستان تل دا غواړي چې په سرحدي سیمو کې د دوی فشار محسوس شي، دوی تل دا بریدونه د فشار د وسیلې په توګه هم د افغانستان پر دولتونو، هغه قومونو چې دې سیمو کې اوسېږي او هغه ډلو باندې چې د دوی مخالفین دي وکاروي، مخه یې هغه مهال نیول کېدای شي چې په افغانستان کې یو ملي حکومت موجود وي او له پاکستانیانو سره خپلې ملي ګټې او ارضي تمامیت تعریف کړي."

ښاغلی اتمر ادعا کوي چې د طالبانو حکومت ته به دا سخته وي چې د پاکستان مخه ونیسي ځکه په خبره یې د دوی د حکومت په جوړښت کې د پاکستان لاسوهنه واضح محسوسه ده.

که څه هم پاکستاني چارواکو په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې تل دا ډول راپورونه رد کړي دي_ هغه څه چې افغانان به یې لا قهرجن کړل.

XS
SM
MD
LG