د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

پاکستان کې د بشري حقونو د فعال کورنۍ: ادریس خټک چېرته دی؟


پاکستان کې د پښتنو د جبري بې درکه کېدو د پای ته رسېدو کمپاینر
پاکستان کې د پښتنو د جبري بې درکه کېدو د پای ته رسېدو کمپاینر

د بشري حقونو مطرح فعال ادریس خټک په پاکستان کې له څو کلونو راهیسې د هغو کسانو لپاره کمپاین کاوه چې په جبري ډول بې درکه کېږي، خو دی په خپله د بې درکۍ ښکار شو.

۵۸ کلن ادریس خټک له ۲۰۱۹ میلادي کاله، له هغه مهاله بې درکه شو چې د پاکستان استخباراتي مامورینو په رڼا ورځ یوه موټر ته وخیژاوه او نامعلوم ځای ته یې یووړ.

تر اوو میاشتو پورې د خټک کورنۍ نه پوهېده چې نوموړی چېرې دی او ولې نیول شوی دی.

وروسته د پاکستان پوځ په یوه نادر اعتراف کې ومنله چې ادریس خټک یې نیولی او د خیانت تور یې پرې لګولی دی.

اوس د ده کورنۍ او مدافع وکیل وايي چې ادریس خټک د یوې پټې پوځي محاکمې په لړ کې د جاسوسۍ او بهرنیو استخباراتي ادارو ته د حساسو معلوماتو د ورکولو په تور په ۱۴ کاله بند محکوم شوی دی، خو لا هم څرګنده نه ده چې نوموړی چېرې دی؟

چارواکو خټک ته د دسمبر په ۱۴مه نېټه ورکړې سزا اعلان کړې نه ده او د ده کورنۍ یې له دوسیې بې خبره ساتلې ده.

د ادریس خټک ۲۱ کلنه لور طلیعه خټک د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل: "لومړی دوی زما پلار ونیوه، بیا یې بې درکه کړ. اوس یې په جرم محکوم کړی، خو دا یې نه دي ویلي چې دوی د ده خلاف کوم شواهد موندلي دي."

د ادریس خټک ۲۱ کلنه لور طلیعه خټک
د ادریس خټک ۲۱ کلنه لور طلیعه خټک

دې دا هم وویل چې کورنۍ ته یې رسماً نه دي ویل شوي او د محاکمې او سزا په اړه د پوځ یوه افسر په بیړه د ټېلیفون له لارې ورته ویلي.

طلیعه خټک وايي، بې له دې چې د پوځ افسر د جزییاتو په اړه ورته څه ووايي، دې ته یې وویل چې د پلار جرم یې جاسوسي وه.

دې زیاته کړه، د خپل پلار په اړه یې د هغه له مدافع وکیله هېڅ راز معلومات نه دي ترلاسه کړي.

دا زیاتوي، د ۱۴ کاله بند معنی دا ده چې پلار به یې ۷۴ کلن وي چې سزا بشپړوي، هغه هم په هغه صورت کې چې روغتیا یې په برخه وي.

خټک د قند یا شکر ناروغي لري.

د ادریس خټک مدافع وکیل خالد اپریدي مشال راډیو ته وویل چې ده ته هم د خټک د محاکمې یا سزا په اړه څه نه دي ویل شوي.

خټک سره له دې چې یو ملکي وګړی دی، د پوځي محکمې له لوري د بندو دروازو شاته محاکمه شوی. د ده د مدافع له لوري دا غوښتنه چې هغه دې په ملکي محکمه کې محاکمه شي، دوه ځلي رد شوې ده.

د بشري حقونو ډلو د خټک د محاکمې پټوالی غندلی او ویلي یې دي چې دا د منصفانه محاکمې له حقه د فعالانو د حق سرغړونه ده او د ده کورنۍ او مدافع وکیل یې له قانوني مراجعو راګرځولي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې چې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي مرکز ګڼل کېږي، په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG