د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۳۱

عباس کریمي د امریکا د لامبو په ملي سیالیو کې ګډون کوي

افغان معلول لامبو کوونکی عباس کریمي
افغان معلول لامبو کوونکی عباس کریمي

افغان معلول لامبو کوونکی عباس کریمي د امریکا د لامبو په ملي سیالیو کې ګډون کوي.

دا سیالۍ د ډسمبر میاشتې له ۱۷مې تر ۱۹مې نېټې د شمالي کارولینا په ګریني بورو کې ترسره کېږي.

عباس کریمي چې اوس‌مهال په امریکا کې دی، ویلي یې دي چې دې سیالیو ته‌یې پوره تیاری نیولی دی.

عباس کریمي درې کاله مخکې د لامبو په ۵۰ متره نړیوالو سیالیو کې چې د امریکا په ایندیاناپلیس کې وشوې، د سرو زرو مډال ګټلی و.

تر دې سیالیو یو کال مخکې یې بیا د مکسیکو په نړیوالو سیالیو کې د نقرې مډال ګټلی و.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG