د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۰

د کرونا نوې بڼې د افریقايي ملتونو جام سیالۍ له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي

ارشیف
ارشیف

د کرونا ویروس د نوې بڼې له خپرېدو وروسته د افریقايي ملتونو جام سیالۍ له نامعلوم برخلیک سره مخ شوې دي.

رسنۍ وايي، له کرونا سره د مبارزې په ترڅ کې معلومه نه‌ده چې د افریقا د ۲۰۲۲ کال د ملتونو جام به څه وخت پیل شي.

خو ځینو رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي چې د افریقا د فوټبال کنفدراسیون به د ۲۰۲۲ کال د افریقا ملتونو جام په اړه خپله پرېکړه ژر اعلان کړي.

د کرونا ویروس نوې بڼه چې اومېکرون نومېږي، د خپرېدو په حال کې ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG