د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

پر اویغوریانو د جبري کار د مخنیوي قانون تصویب او د امریکا سنا ته ولېږل شو


چین کې ایغور مسلمانان
چین کې ایغور مسلمانان

د امريکا د استازو جرګې دوه اړخيزه لايحه تصويب کړه چې تضمین کړي د چين له شينجن سيمې به واردات په اجباري توګه نه ترسره کېږي.

دا کار ځکه شوی چې چین کې د اويغور مسلمان اقلیت پر وړاندې له بشري حقونو د سرغړونې په اړه اندېښنې شته.

په اویغور وګړو د جبري کار د مخنیوي قانون د ډسمبر په۱۴مه نېټه ناوخته تصویب شو او د امریکا مشرانو جرګې ته واستاول شو چېرته چې تمه کېږي د ولسمشر تر لاسلیک مخکې به تصویب شي.

دا قانون وروسته له هغه تصویب شو چې وکیلانو د موافقتنامې پر کلمو موافقه وکړه چې په جرګه او سنا کې د معرفي شوېو لایحو ترمنځ توپیرونه له منځه وړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه بیان کې وویل:"موږ له کانګرس سره موافق یو چې چین د نسل وژنې او د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر مسول ونیول شي چې سینکیانګ کې د اجباري کار د مخنیوي لپاره اقدام وشي."

جین ساکي وویل،"موږ له کانګرس سره موافق یو چې چین د نسل وژنې او د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر مسوول ونیول شي
جین ساکي وویل،"موږ له کانګرس سره موافق یو چې چین د نسل وژنې او د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر مسوول ونیول شي

امریکا د چین پر حکومت تور پورې کوي چې شینجن سیمه کې د اویغور وګړو او نورو مسلمانانو د بند ځایونه مخته وړي او هغوی جبري کار ته اړ باسي.

امریکا او يو شمېر نور لويديځ هېوادونه او د بشري حقونو ډلې پر چين تور لګوي چې د ډله ييزو بندي ځایونو، جبري کار، د نفوسو د کنټرول او د اقلیتونو د مذهبي عقايدو او کلتور د له منځه وړلو له لارې د اويغور او نورو مسلمانو نسل وژنه کوي.

چین دا تورونه ردوي او وايي چې د اسلامي افراطیت سره د مبارزې لپاره "د بیا زده کړې کمپونه" پر مخ وړي.

د اویغور قانون له څو میاشتو راهیسې په سنا او سنا کې د جمهوري غوښتونکو او ډموکراتانو ترمنځ د جنجالونو له امله ځنډیدلی و.

جمهوري غوښتونکو د امریکا د ولسمشر جوبایډن پلوي ډموکراتان د قانون په درولو تورن کړي وو ځکه د دوی په وینا، دې کار به د بایډن د انرژي اجنډا پېچلې کړې وای. د نړۍ ډېری سولر تختې په سینکیانګ کې تولیدیږي.

جمهوري غوښتونکو هم دموکراټان په دې تورن کړي چې د امریکايي شرکتونو لکه اېپل او نایکي لابي ته یې سر ټيټ کړی چې د راپورونو له مخې په سینکیانګ کې د اجباري کار څخه ګټه اخلي. دموکراتانو دواړه تورونه رد کړي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې دوی مخکې لا په سینکیانګ کې د وضعیت په اړه د چین پر وړاندې اقدامات کړي او په کور دننه او بهر به له زوره د کار اخیستو د مخنیوي لپاره کار ته دوام ورکړي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG