د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

د خوړو پروګرام: ۹۸سلنه افغانان خواړه نه‌لري؛طالبان: وضعیت دومره خراب نه‌‌دی


کابل کې افغان کډوال
کابل کې افغان کډوال

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ ګراف او د بشري بحران د پراخېدو ګواښ ورځ تر بلې لوړېږي.دا وضعیت هره ورځ نوې کیسې زېږوي.

زربخته په کندهار کې د یوه خصوصي بانک ترمخه په دې هیله ناسته ده چې ګوندې څوک به د یوې ډوډۍ پیسې ورکړي: "نه خېمه لرم، نه کور. دلته هره ورځ راځم چې څوک به خیرات راکړي. له دولته غواړم چې مرسته راسره وکړي. خیر دی."

بې‌وزلۍ له یوې خوا او د توکو د بیو پورته کېدل له بلې خوا، خلک اوس دې ته اندېښمن کړي چې سبا به څه پېښېږي؟

میرویس وايي، لویان به هر ډول ستونزې وګالي، خو نه پوهېږي چې کوچنیانانو ته څه پلمه وکړي: "ګرانې ده. دومره څه نه‌شته چې یو وچه ډوډۍ پرې واخلوو. لویان به یو څه وکړي، اوس که کوچنۍ راشي، څه به ورسره کوې، هغه خو یې غواړي."

په همدې حال د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان ورځ تر بلې د خوراک له کمښت سره مخ کېږي.

د دې پروګرام اجراییوي رییس ډېوېډ بسلي فاکس نیوز ته ویلي، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې هره میاشت ۲۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې د بې‌وزلو افغانانو لاس‌نیوی وشي.

بسلي زیاته کړه: "لوږه د ټولو تر کورونو رسېدلې. وضعيت د پام وړخراب شوى. څه باندې ٢٣ ميليونه خلک له قحطۍ سره مخ دي. پردې سربېره ٩ ميليونه کسان همدا اوس لوږي سره مخ دي، په تېرو مياشتو کې مې څو ځلي په روغتونونو کې له ميندو سره کتلي او دا مې ليدلي چې ماشومان زما د سترګو پر وړاندې مري. د ژمي په را رسېدو سره دا وضعيت لا پسې خرابېږي، ځکه ميندې به په دې اړه فکر کوي چې خپل اولادونه له لوږي وژغوري او که له يخنۍ. دا هغه وضعيت دى چې همدا اوس موږ ورسره مخ يوو. هو، په ټوله کې وضعيت ښه نه دى."

د خوړو نړیوال پروګرام اجراییوي رییس ډېوېډ بسلي وايي، افغانستان ورځ تر بلې د خوراک له کمښت سره مخ کېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام اجراییوي رییس ډېوېډ بسلي وايي، افغانستان ورځ تر بلې د خوراک له کمښت سره مخ کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکو توکو د کمښت او د اړتیا د پوره کېدو لپاره یوه اعلامیه هم خپره کړې.

په دې اعلامیه کې لیکل شوي، دوی داسې مهال دې هېواد کې د بشري مرستو د رسولو عملیات چټکوي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به نږدې ۲۳ میلیونه کسان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي.

اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام د استازې ایلن مک‌ګروارتي له قوله لیکل شوي: "افغانستان د لوږې او بې‌وزلۍ له داسې حالت سره مخ دی چې دې په خپلو شلو کلونو کې نه دی لیدلی."

د خوړو نړیوال پروګرام"WFP"هغه سروې چې د ټیلیفون له لارې یې کړې، ښيي چې نږدې ټول افغانان په کافي اندازه خواړه نه لري او اقتصادي سقوط به د طالبانو تر واکمنۍ لاندې مخ په زیاتېدونکي ناوړه وضعیت افغانستان راتلونکي کال له یوه ناورین سره مخامخ کړي.

د دې پروګرام سروې ښیي چې نږدې ۹۸ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري او د هرو ۱۰ کورنیو له ډلې ۷ یې خواړه پوروي چې دا وضعیت دوی نور هم بې‌وزله کوي.

خو طالبان بیا دا راپور نه مني او وايي، حالات دومره نازک او خراب نه دي چې په دې راپور کې ښودل شوی.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، دوی د بې‌وزلۍ د له‌منځه وړو لپاره اغېرمن پروګرامونه لري او ژر به اوسنی حالت کنټرول شي.

دی وايي: "د هېواد په ټولو برخو کې د مرستو لړۍ روانه ده او بې‌وزله خلکو ته مرستې رسېږي. موږ هیله لرو چې ډېر ژر به اقتصادي ستونزې کنټرول شي او دا به لنډ مهالې وي. دا وېرونکي راپورونه چې کله نا کله د نړیوالو سازمونو له‌خوا خپرېږي، دا ردوم او په واقعیتونو ولاړ نه دي."

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي: د بې‌وزلۍ د له‌منځه وړو لپاره اغېرمن پروګرامونه لرو
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي: د بې‌وزلۍ د له‌منځه وړو لپاره اغېرمن پروګرامونه لرو

طالبان داسې مهال پر ستونزو د بر لاسۍ ډاډ ورکوي چې د ژغورنې نړیوالې کمېټې یا "IRC" نن د چهارشنبې په ورځ واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، افغانستان په نړۍ د بشري وضعیت له اړخه تر ټولو ځپل شوی هېواد بللی.

د خوړو نړیوال پروګرام له دې وړاندې هم د نږدې ۳ نیم میلیونه ماشومانو په اړه چې خوارځواکۍ سره مخ دي، اندېښنه ښودلې وه او ویلي و، که بېړنۍ مرستې ورسره و نه شي، ژوند به وبایلي.

د خوړو نړیوال پروګرام د روان ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې شااوخوا ۱۵ میلیونه افغانانو سره د خوراکي موادو مرسته کړې او وايي، یوازې په نوومبر میاشت کې یې۷ میلیونو کسانو ته مرستې رسولي.

XS
SM
MD
LG